د کیمیاوی انجنیری څانګه:

​ د کیمیاوی انجنیری  دیپارتمنت په کال ۱۳۹۰ ه ش ځی مطابقت لری له ۲۰۰۸ میلادی کال سره تاسس شوی ده ۰ له ۱۹۷۱ میلادی کال نه تر ۲۰۰۸ میلادی پوری د کیمیاوی تکنالوژی دیپارتمنت په چوکات کی خپل فعالیت کړی ده ترځو بلاخره په کال ۲۰۰۸ کی  د هیواد د اړتیاوو پر بنسټ او د کیمیاوی تکنالوژي  د ډیر اهمیت درلودو  پراساس دکیمیاوی تکنالوژی دیپارتمنت د کیمیاوی تکنالوژی پوهنځی ته پراختیا وموندله ۰د کیمیاوی تکنالوژی پوهنځی پخپل چوکات کی څلورفارغ ورکونکی  دیپارتمننتونه لری ځی عبارت دی له د عضو موادو د تکنالوژی دیپارتمنت ، د غیر عضوی موادو د تکنالوژی دیپارتمنت ، د غذایی موادو د تکنالوژی دیپارتمنت او د اسپنو دی پروسس دیپارتمنت  او همدا رنګه دوه عمومی دیپارتمنتونه لری ځی عبارت دی له د کیمیاوی انجنیری دیپارتمنت او د کیمیا دیپارتمنت۰​ د کیمیاوی انجنیری دیپارتمنت پنځه تنه استاذان په خپل علمی کادر کی لری ځی له هغی جملی نه یو کس استاذ دخپلی

ډاکتری دی زدکړی په جریان کی  سلواک هیواد کی دی  او یکس ماسټر او دری نور کسان د لسانس په کچه دی۰ دکیمیاوی انجنیری دیپارتمنت کی ټول هغه ځانګری مضمونونه لکه تخنیکی ترمودینامیک او دحرارت انتقال ، د کیمیاوی صنعتونو د دستګاګانو عملیاتو مضمون ، د کار اوتخنیک د ساتنی او بی خطری مضمون ، د کیمیاوی صنایعو اتوماتیک او اتوماتیزیشن ، مادی او انرژیتیکی بیلانس ، ځی د کیمیاوی تکنالوژی په دیپارتمنتونو که لکه عضوی موادو دیپارتمنت ، غیر عضوی موادو دیپا رتمنت او د غذایی موادو په دیپارتمنت کی عمومیت لری تدریس کیږی ۰د کیمیاوی انجنیری دیپارتمنت اوس مهال یو فارغ ورکونکی دیپارتمنت ندی۰ د دی دیپارتمنت بنسټ ایښودونکی او سابقه لرونکی استاذ ښاغلی پوهاند ډاکتر نورمحمد زمانی دی ځی له کال ۱۹۷۱ تر کال ۲۰۱۶ میلادی پوری د دیپارتمنت د آمر پحیث دنده ترسره کړی ده۰ د ۰۴/۰۸/۲۰۱۶ را پدیخوا یو کس د دیپارتمنت له استاذانو ځخه ښاغلی پوهنیار دیپلوم انجنیر شیرشاه امرخیل څی خپله ماسټریی د قزاقستان هیواد د آلماتی ښار د قزاقستان له ملی تحقیقی تخنیکی پوهنتون ځی د ستپایف په نوم یادیږی په کال ۲۰۱۳- ۲۰۱۶ میلادی کی ترلاسه کړی ده د دیپارتمنت د آمر پحبث دنده ترسره کوی۰

http://kpu.edu.af/sites/kpu.edu.af/files/images/11.PNG    لنډ مسلکی ژوندلیک

 پوهنیار دیپلوم انجنیر  شیرشاه امرخیل په کال ۱۳۶۵ ه ش ځی له ۱۹۸۶ میلادی کال سره مطابقت لری د کابل ښارکی زیږیلی او په کال ۲۰۰۵ کی د کیمیاوی تکنالوژی په رشته کی ورسته دی کانکور له ازموینی شامل سوی او په کال ۲۰۱۰ کی د یوه تحصلی بورس نه په ګټه اخیستوسر  د خپلی لسانس دوری د دیپلوم د پروژی د  سرته رسولو لپاره د سلواک هیواد دی بریتیسلاوا تخنیکی پوهنتون تللی  او په همغه کالکی یی خپل دی لسانس دوری د فراغت سند ترلاسه کړی ده ۰ ښاغلی  امرخیل په  ۲۰۱۰ میلادی کالکی د کیمیاوی انجنیر دیپارتمنت د علمی کادر غړیتوب ترلاسه کړی او ورسته له دری کاله تدریس ځخه په کال ۲۰۱۳ کی د ماسټری دوری ترسره کولو لپاره د قزاقستان هیواد تللی او د غیر عضوی موادو په رشته کی د غیرعضوی موادو د تکنالوژی په دیپارتمنت د عالی تکنالوژي او باثباته پرمختګ په انیستیتوت د قزاقستان ملی تخنیکی تحقیقی پوهنتون کی ځی په ستیپایف باندی مشهورده په ۲۰۱۶ میلادی کالکی د ماسټری سند ترلاسه کړی ده۰

له ۲۰۰۸ میلادی کال ځخه راپدیخوا د تکنالوژی کیمیاوی په پوهنځیکی  یوله ډیرو مهمو او اساسی دیپارتمنتونو ځخه د کیمیاوی انجنیری دیپارتمنت ګنړ کیږی۰دغه دیپارتمنت اوس مهال لوړ تحقیقی او پیداګوژیکی ظرفیت لری ۰ له ۲۰۱۳ میلادی کاله نه ورسته د دیپارتمنت لابراتوار د اروپایی ټولنی او د سلواک هیواد د تخنیکی پوهنتون په مرسته سره په مدرن ترینه وسایلو او تجهیزاتو سمبال سوی ده  ځی د کیمیاوی صنایعو او د دستګاوو د عملیاتو ، د کیمیاوی عملیاتو د اتوماتیک او اتوماتیزیشن ، ترمودینامیک او د حرارت د انتقال په برخه کی زده کونکوته  په عملی پڼه تدریس کیږی۰ ټول وسائیل او تجیهزات د اسپانیا هیواد د  ایدیبان (edibon ) کمپنی ځخه  اخیستل شوی دی۰ د دیپارتمنت د نورو غړو لنډه پیژندنه او انځورونه  په لاندی ډول ښودل شوی دی۰

 

 

http://kpu.edu.af/sites/kpu.edu.af/files/images/12.PNGلنډ مسلکی ژوندلیک

پوهنیار دیپلوم انجنیر محمد ایمل قاضی زاده په ۱۹۸۴ میلادی کالکی د افغانستان په ارزګان ولایت کی زیږیلی ده په کال ۲۰۰۷ کی د جیولوجی او معدن پوهنځی د کیمیاوی تکنالوژی دیپارتمنت ځخه د لسانس سند ترلاسه کړی ده ۰ په کال ۲۰۰۷ کی د استاذ پحیث د کیمیاوی انجنیری په علمی کادر کی شامل سوی ده او په ۲۰۰۸  میلادی کال کی له یوه تحصلی بورس ځخه په ګټه اخیستوسره د خپلی ماسټری دوری دی ترسره کولو لپاره سلواک هیواد ته تللی وه او په ۲۰۱۰ میلادی کال کی یی د کیمیاوی انجنیری په رشته کی د سلواک په تخنیکی پوهنتون کی خپل د ماسټری سند ترلاسه کړ۰ اوس مهال قاضی زاده د سلواک هیواد د د دستګاو د اتوماتیک کولو په دیپارتمنت او صنعتی او چاپيریال ساتنی په پوهنځی که د خپلی ډاکتری دی دوری سرته رسولو باندی مصروف دی۰

 

 

 

 

http://kpu.edu.af/sites/kpu.edu.af/files/images/13.PNGلنډ مسلکی ژوندلیک

پوهنیار مرضیه پارسا  په ۱۳۵۹ ه ش کالکی  په کابل ولایت کی زیږیدلی ده او په ۱۳۸۸ ه ش کالکی د کابل پولی تخنیک پوهنتون د جیولوجی اومعدن د پوهنځی د کیمیاوی تکنالوژی د دیپارتمنت ځخه خپل د لسانس سند ترلاسه کړی ده او په کال ۱۳۸۸ ه ش کی د کیمیاوی انجنیر دیپارتمنت د علمی کادر ته شامله سوی ده ۰

 

 

 

 

 

http://kpu.edu.af/sites/kpu.edu.af/files/images/14.PNGلنډ مسلکی ژوندلیک

 پوهیالی روبینا میهن په ۱۹۹۲ میلادی کالکی په کابل ولایت کی زیږیدلی ده او په کال ۲۰۱۳ میلادی که د کیمیاوی تکنالوژی د عضوی موادو د تکنالوژی د دیپارتمنت ځخه د لسانس سند لاس ته راوړی ده او په کال ۲۰۱۴ میلادی کی یی د کیمیاوی انجنیری د علمی کادر غړیتوب ترلاسه کړی ده۰ 

 

 

 

 

 

 

http://kpu.edu.af/sites/kpu.edu.af/files/images/15.PNGلنډ مسلکی ژوندلیک

 پوهیالی یلدا ضایی په ۱۹۸۹ میلادی کالکی په غزنی ولایت کی زیږیدلی ده او په کال ۲۰۱۳ میلادی که د کیمیاوی تکنالوژی د عضوی موادو د تکنالوژی د دیپارتمنت ځخه د لسانس سند لاس ته راوړی ده او په کال ۲۰۱۴ میلادی کی یی د کیمیاوی انجنیری د علمی کادر غړیتوب ترلاسه کړی ده۰  

 

 

 

 

 

http://kpu.edu.af/sites/kpu.edu.af/files/images/16.PNG    لنډ مسلکی ژوندلیک

نجنیر عبدالوسیم حبیبی په کال ۱۹۸۹ میلادی که په کابل ولایت که زیږیدلی دی او په کال ۱۳۹۸ ه ش کی یی دبکلوریا سند د کابل میخانیکی انیستیتوت ځخه لاسته راوړی دی۰ ښاغلی حبیبی په کال ۱۳۹۱ ه ش کی د انجنیر لابرانت په حیث تقرر حاصل کړی او په ۲۰۱۵ میلادی کالکی یی د یوه لنډمهاله بورس ځخه ځی د لابراتوارنو د تخنیکی ترنینګ په هکله وه دوست هیواد سلواکیاته یی سفرکړی وه۰