د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون (۵) جلد (۱) نمبر نړیوال ژورنال چاپ او نشر ته وسپارل شو

kpu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۷:۱
د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون (۵) جلد (۱) نمبر نړیوال ژورنال چاپ او نشر ته وسپارل شو

کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون په ویاړ سره اعلانوي چې د دې پوهنتون  پنځم جلد، لومړی نمبر نړیوال ژورنال چاپ او نشر ته وسپارل شو.

په دغه ژورنال د پوهنتون د استادانو، څیړونکو او ماسټرۍ دورې محصلینو وروستيو عملي او علمي څیړنې پکې ځای پر ځای شوې، چې د چاپ چاري یې د لوړو زده کړو وزارت په مطبعې کې ترسره شوې دي.

یاد ژورنال د پوهنتون عمومي کتابتون، لیکوالانو، پوهنځیو، دیپارتمنتونو، مرکزي او ولایتې پوهنتونونو او اړوندو سکتوري ادارو ته وېشل کېږي.

د دغه ژورنال الکترونیکي نسخه د لاندې لینک له لاري د لاسرسي وړ ده:

https://sites.google.com/view/kpu-vc-research/home

موږ له ټولو علاقمندانو، څیړونکو او محصلینو څخه هیله کوو چې له دې ارزښتناک علمي سرچینې ګټه واخلي او د علم او پوهې په خپرولو کې برخه واخلي.

 

User account menu