د کابل پولي تخنیک پوهنتون په مالي او اداري معاونیت کې اداري غونډه ترسره شوه

kpu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۳ - ۹:۲
PHOTO

غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
یاده اداري غونډه چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي محمد یاسین حقاني په مشرۍ جوړه شوې وه، په کې د اړوند معاونیت ټولو امیرینو ګډون درلود.
په دې ناسته کې چې د ادارو د کاري بهیر د ښه والي په موخه جوړه شوې وه، د تیرو پریکړو او فعالیتونو د اجراا راپور په کې وړاندې شو، د روان کال د پروژو د قراردادونو بررسي، د پاتي بودجې د مصرف، د کارونو د لا چټکتیا په موخه د تدارکاتي، د اداري پریکړو د تعقیب او څارنې کمېټو را منځ ته کول، د مالي کال له پای ته رسیدو مخکې له نغدو پیسو څخه د توکو د پیرلو بهیر، د نوي کال لپاره د آمریتونو کاري پلان جوړولو او نورو مهمو موضوعاتو په اړه بحث ترسره شو همدارنګه آمرینو د ورځنیو چارو د ښه تطبیق په اړه خپل وړاندیزونه او نظریات څرګند کړل، چې د وړاندې شویو موضوعاتو د ښه والي په موخه د دغه پوهنتون د مالي او اداري مرستیال مولوي محمد یاسین حقاني له خوا ورته لازمې لارښوونې وکړې.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۳۳
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون او د انګلیسي ژبې او کمپیوټر مرکز ترمنځ د ګدو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

دغه تفاهم ‌لیک د دوه‌ اړخیزو علمي او اکاډمیکو اړیکو د پیاوړتیا، د مسلکي او علمي ظرفیتونو د لوړولو، د تخصصي تجربو د تبادلې او په ښوونیزو، څېړنیزو او تخنیکي برخو کې د ګډو همکاریو لپاره د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۵:۲۶
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون او د نخبه ښار ټکنالوژۍ اکاډمۍ ترمنځ د ګدو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

دغه تفاهم ‌لیک د دوه‌ اړخیزو علمي او اکاډمیکو اړیکو د پیاوړتیا، د مسلکي او علمي ظرفیتونو د لوړولو، د تخصصي تجربو د تبادلې او په ښوونیزو، څېړنیزو او تخنیکي برخو کې د ګډو همکاریو لپاره د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۵۳
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون منسوبینو ته د "قرانکریم تفسیر او ژباړي" لړۍ پای ته ورسېده

د قرآن کریم د «تفسیر او ژباړې» درسونه چې د روژي مبارکې میاشتې په مناسبت د کابل پولي تخنیک پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د پوهنتون کارکوونکو ته تنظیم شوي وو، په بریالیتوب سره پای. . .

BACK TO NEWS

User account menu