د کابل پولي تخنیک پوهنتون په مالي او اداري معاونیت کې اداري غونډه ترسره شوه

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۱۱:۶
Photo

غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتو په تلاوت سره پیل شوه.

غونډه د کابل پولي تخنيک پوهنتون د مالي او اداري معاون ښاغلي انجنير ذاکرالله ذاکري په مشرۍ جوړه شوه .

په دې غونډه کې چې د ادارو د کاري بهیر د ښه والي په موخه جوړه شوې وه، د ورځنیو چارو د لا ښه تطبیق په موخه د اړوند آمریتونو د آمرینو نظرونه او وړاندیزونه پکې مطرح او وړاندې شول. په اخیر کې د مالي او اداري معاون ښاغلي انجنیرذاکرالله ذاکري ټولو آمرینو ته د کارونو د لا ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

Photo

Photo

Photo

User account menu