د کابل پولي تخنیک پوهنتون ممتازو محصلینو ته د ستاینې غونډه ترسره شوه
یاده ستاینغونډه د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال ټولو ته د ښه راغلاست وینا تر څنګ د محصلینو د عملي زده کړو، تدریسي اسانتیاوو، لابراتواري وسایلو، د نوي نصاب په چمتو کولو، په اړوند څانګو کې د سکتوري وزارتونو سره د تفاهم لیکونو لاسلیکولو او محصلینو ته د کارموندنې په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین ښاغلي مفتي محمد طاهر احمد ممتازو محصلینو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ د اسلام د سپېڅلي دین له نظره د علم او پوهي په ارزښت هر اړخیزې خبرې وکړې.
ښاغلي احمد محصلینو ته په خپلو خبرو کې وویل: تاسو ځوانان د افغانستان راتلونکي یاست! کوښښ وکړئ تر څو په علمي او تحقیقي برخه کې یو پر مختللی افغانستان ولرو".
نوموړي وویل: نن د مسلمه امت سترګې یوازې افغانانو ته دي، تاسو په پوره اخلاص او ښه نیت کار وکړئ تر څو نه یوازې د افغانانو بلکې د ټول مسلمه امت د خدمت جوګه وکرځئ.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د محصلینو د خدمتونو او انسجام رئیس ښاغلي قاضي کلیم الله محمدي د یادې غونډې له تنظیمونکو څخه د مننې او قدرداني ترڅنګ له محصلینو سره د لا زیاتو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې موږ به محصلینو ته د لا زیاتو سهولتونو په چمتو کولو کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړو.
د یادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه، میلمنو، استادانو، آمرینو او محصلینو ګډون کړی وو.
په اخیر کې غونډه ممتازو محصلینو ته د ستاینلیکونو په ویش او د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.