د کابل پولي تخنیک پوهنتون لپاره نوی مالي او اداري مرستیال معرفي شو

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۳ - ۱۱:۵۵
PHOTO

د معرفت مراسم د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول.
په دې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي پلاوي، د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه، استادانو، د اداري څانګو آمرینو او مېلمنو ګډون درلود.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال د ښه راغلاست وینا تر څنګ د ښاغلي مولوي محمد یاسین بهار په ټاکل کیدو خوښي څرګنده کړه او تر څنګ یې ورته د لا بریالیتوب هیله وکړه.
ښاغلي اقبال زیاته کړه: دا د پوهنتون لپاره خورا مهمه او حیاتي برخه ده او د اداري کارونو پر وخت تطبیق د پوهنتون په بریالیتوب کې لوی رول لوبوي.
نوموړي له ټولو اړوند آمرینو وغوښتل چې له مالي او اداري مرستيال سره هر راز همکاري وکړي.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو رئیس ښاغلي الحاج مولوي سلطان محمد محسن په اداراتو کې تغییر او بدلون یو اصل وباله. دوی د مولوي محمد ياسين بهار د تقرر د منظورۍ مکتوب ولوست او ورته يې د برياليتوب هيله وکړه.
په اخیر کې د کابل پولي تخنيک پوهنتون نوي مالي او اداري مرستيال ښاغلي مولوي محمد ياسين بهار مسووليت يو امتياز نه بلکې د الله ﷻ له طرف یو امتحان وبلی.
ښاغلي بهار په کارونو کې همغږي او د سلسله مراتبو مراعت د دندو د بریالیتوب لپاره مهم یاد کړل، همدارنګ دوی ژمنه وکړه، چې په ورسپارل شویو چارو کې به مسؤل وي او خپلې دندې به په پوره صداقت ترسره کوي.

Photo
Photo

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۵۳
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون منسوبینو ته د "قرانکریم تفسیر او ژباړي" لړۍ پای ته ورسېده

د قرآن کریم د «تفسیر او ژباړې» درسونه چې د روژي مبارکې میاشتې په مناسبت د کابل پولي تخنیک پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت له لوري د پوهنتون کارکوونکو ته تنظیم شوي وو، په بریالیتوب سره پای. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۳۶
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ۱۴۰۳ او ۱۴۰۴ ه ش تحصیلي کال ۱۲۰۰ تنه فارغ محصلین د کاري زده کړو او کاري فرصتونو د تر لاسه کولو په موخه اطلاعتو او کلتور وزارت ته معرفي کړل

د کابل پولي تخنیک پوهنتون او دولتي ادارو ترمنځ د بنسټیزو همکاریو د پیاوړتیا او د اکاډمیکو زده کړو او د کار بازار اړتیاوو ترمنځ د اغېزمن تړاو د رامنځته کولو په موخه، د ۱۴۰۳ او ۱۴۰۴ ه ش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۹:۵۵
Background image

له کابل پولي تخنیک پوهنتون څخه په ۱۴۰۴هـ.ش کال کې د لېسانس او ماسټري په کچه څه باندې ۱۰۰۰ کسه انجنیران فارغ شول

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې په همدې مناسبت جوړې شوې فراغتغونډه کې د لوړو زده کړو او عدلیې محترمو وزیر صاحبانو، د مرکزي پوهنتونونو رئیسانو، د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه پلاوي،. . .

BACK TO NEWS

User account menu