د کابل پولي تخنیک پوهنتون د مالي او اداري معاونیت اداري غونډه ترسره شوه

kpu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۱۱:۶
عکس

غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتو په تلاوت سره پیل شوه.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي محمد یاسین حقاني د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست او پیلېزې وینا تر څنګ د اجنډا پر موضوعاتو هر اړخېزې خبرې وکړې.
ورپسې د یاد معاونیت اړوند آمرینو خپل کاري او ورته سپارل شویو کارونو راپور د غونډې ګډونوالو، مالي او اداري مرستیال سره شریک کړ.
همدارنګه د اجنډا سره سم د اداري او کاري اطاقونو د تنظیم، د استفادې وړ اجناسو د ثبت، د تدارکاتي اعلاناتو لپاره د یو منظم سیستم او واتساف ګروپ جوړولو، د پوهنځیو له رئیسانو او د څانګو له امرینو سره د ګډو ناستو برابرولو او د اداري کارمندانو د کارونو د اصولو سره سم ارزیابي کولو په هکله هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
په اخیر کې د ښاغلي حقاني له خوا د ذکر شويو موضوعاتو په اړه  لازمې پرېکړې او لارښوونې وشوې.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱
Background image

د لوړو وزده کړو وزارت د محصلانو چارو معین په مشرۍ پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د محصلانو چارو معین مولوي عبدالله سیحان په مشرۍ یاد پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي ټولګیو څخه په لیدنه کې، د روزنیزو برنامو د پرمخ وړلو څرنګوالی، استادانو له لوري د تدریس لارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۵۰
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار، چې د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له. . .

BACK TO NEWS

User account menu