د کابل پولي تخنیک پوهنتون او د کابل د طبی علومو پوهنتون د والیبال ټیمونو ترمنځ دوستانه لوبه ترسره شوه.
دغه دوستانه سیالۍ د کابل پولي تخنیک پوهنتون او د کابل د طبي علومو پوهنتون د والیبال د ټیمونو ترمنځ د ورزشي اړیکو د پیاوړتیا، د مهارتونو د لوړولو او د محصلینو ترمنځ د تجربو د تبادلې په موخه ترسره شوه.
ياده شوې سيالي د کابل پولي تخنيک پوهنتون د ورزشي چارو آمر ښاغلي احمد فايق ضيايي، د کابل د طبي علومو پوهنتون د ورزشي چارو مسول ښاغلي طارق صابر، استادانو، محصلينو او مېلمنو په شتون کې ترسره شوه.
په اخیر کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ورزشي چارو آمریت له خوا ورزشکارانو ته کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.
د یادونې وړ ده چې دغه دوستانه لوبه د کابل پولي تخنیک پوهنتون د والیبال لوبډلې په ګټه د ۳-۱ په پایلې سره پای ته ورسېده.