د کابل پولي تخنيک پوهنتون د رهبري هیئت د پوهنځيو له رئیسانو او د څانګو له آمرینو سره مشورتي ناسته ترسره کړه.

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۸:۳۹
د کابل پولي تخنيک پوهنتون د رهبري هیئت د پوهنځيو له رئیسانو او د څانګو له آمرینو سره مشورتي ناسته ترسره کړه.

ناسته د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په دې غونډه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه، د پوهنځیو رئیسانو او د څانګو آمرینو ګډون کړی وو.

لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون د عمومي ریاست سرپرست رئیس ښاغلي  انجنیر سردارولي صالحي ټولو ته د ښه راغلاست او پيلېزه وینا وکړه.

په یاده ناسته کې پر بیلابیلو موضوعاتو لکه: د محصلینو د حاضری په اړه، په ټولګیو کې پر وخت د استادانو شتون، د کیفیت د تضمین معیارونو ته د استادانو او د څانګو د رآمرینو پاملرنه، د لوړو زده کړو وزارت له لارښوونې سره سم د مقالو خپرول او د کنفرانسونو وړاندې کول، د خالي کادري بستونو اعلان ته د سپارلو، د مراحعینو غوښتنو او مکتوبونو ته پر وخت جواب ویلو، په پوهنځي کې بهرنیو استادانو ته د اړتیا او د یادې موضوع له مسوولینو سره شریکول، د نوي نصاب تعقیب، په اړونده کمیټو کې د استادانو شتون او د (HEMIS) سیستم د تطبیق په اړه بحث او د نظریاتو تبادله وشوه.

 په پای کې ښاغلي صالحي د غونډې د ټولو ګډونوالو وړاندیزونه او نظریات واورېدل او د یادو ادارو د ستونزو د حل په موخه یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه، نوموړي  ټینګار وکړ، چې په دیپارتمنتونو کې شته ستونزې به ژر حل شي.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۰:۳۵
Background image

د کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون د فوټسال سياليو پنځلسم پړاو چې د بدني اعداد په موخه په لار اچول شوی و، په برياليتوب سره پای ته ورسېد

د کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون د فوټسال سياليو د پنځلسم پړاو د پایلوبې مراسم د پوهنتون د رهبرۍ پلاوي، آمرينو، استادانو، د افغانستان اسلامي بانک استازو او يو شمېر محصلانو او د ورزش مينوالو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۸:۲۸
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون محصلینو لپاره څلور ورځنی دیني او اصلاحي سیمینار پیل شو

۳۰  ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ مطابق ۲۷ ثور ۱۴۰۵

د یاد سیمینار د پرانیستې په غونډه کې د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، کارمندانو او محصلینو ګډون کړی و.

د سیمینار په لومړۍ برخه کې د عمر بن. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۹:۱۳
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون او کابل سنټر ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د یاد هوکړه لیک اساسي هدف د دواړو ادارو ترمنځ د ګډو فعالیتونو پیاوړتیا، د محصلینو د ظرفیت لوړونه، د علمي او عملي زده‌کړو لپاره مناسب فرصتونه برابرول دي.

د هوکړه لیک له مخې به دواړه. . .

BACK TO NEWS

User account menu