د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د تضمین کمېټې د کابل پولي تخنیک پوهنتون څخه لیدنه وکړه 1/8/1444—3/12/1401
غونډه د قرآنکریم د څومبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او د کابل پولي تخنیک پوهنتون په اړه یې هر اړخیز پریزنټیشن وړاندې کړ.
ورپسې د کیفیت د تضمین موظف هئیت او د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه د پوهنځیو، دیپارتمنتونو او اداري څانګو څخه لیدنه وکړه او اړوند اسناد یې وڅیړل.
همدارنګه مسؤل پلاوي د کیفیت د تضمین آمریت څخه د لیدنې تر څنګ د دغه پوهنتون د یو تن ډیپلوم لیکونکي انجنیر عبدالرؤف لخوا د سافټویر د چمتو کولو پریزنټیشن، د کیفیت د تضمین د اسنادو د آرشیف د جوړولو او اړوندو څانګو ته د مکاتیبو د لیږلو پروسې د نوموړي هئیت لخوا وکتل شوې او د هغه کړني مثبتې و ارزول شوې.