د تعليمي المپياد سيالۍ (د دوامدارو پرمختيايې اهدافو په اړه) د قزاق-جرمن پوهنتون له خوا د کابل پولي تخنيک پوهنتون په کوربه توب ترسره شوې

kpu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۰:۴۷
image

یادې سیالۍ مراسم د قرانکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي انجينر عنایت الله رحیمي محصلینو، د غونډې ګډونوالو او انلاین پر لیکه برخوالو ته د ښه راغلاست او پیلېزې وینا ترڅنګ، محصلینو په دې سیالیو کې د بریا هیله څرګنده کړه.
ورپسې د قزاق- جرمن پوهنتون د انرژۍ او اقلیم رئیس الکسي کوبیژوف او د قزاق- جرمن پوهنتون علمي همغږي کوونکي ښاغلي ابایلخان سلطانوف د دغه المپیاد په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
همدا راز د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اوبو او چاپېریال انجینرۍ پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنیار دیپلوم انجنیر محمد حامد عمر د ياد شوي المپياد د محتوا په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او محصلينو ته يې په دغه المپياد کې د برياليتوب هيله وکړه.
د يادونې وړ ده، چې دغه المپياد په نړیواله کچه د افغانستان، قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او منګوليا (منګوليا) هېوادونو د خورا تکړه، مسلکي او ځوان محصلینو د پیژندلو په هدف ترسره کیږي، چې لومړی پړاو یې د کابل پولي تخنیک پوهنتون په همکارۍ په افغانستان کې ترسره شو او په ياد شوي پروګرام کې د هېواد له بېلابېلو پوهنتونونو څخه د اوبو او چاپېريال انجنیري اړوند څانګو محصلينو په حضوري او انلاين ډول برخه اخيستې وه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱
Background image

د لوړو وزده کړو وزارت د محصلانو چارو معین په مشرۍ پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د محصلانو چارو معین مولوي عبدالله سیحان په مشرۍ یاد پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي ټولګیو څخه په لیدنه کې، د روزنیزو برنامو د پرمخ وړلو څرنګوالی، استادانو له لوري د تدریس لارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۵۰
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار، چې د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له. . .

BACK TO NEWS

User account menu