د تضمین کیفیت او اعتبار لوړونې د یوولس معیارونو تشریح او ساتنې په اړه سیمینار دائیرشو.

kpu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۳۰ - ۲۳:۲۰
د تضمین کیفیت او اعتبار لوړونې د یوولس معیارونو تشریح او ساتنې په اړه سیمینار دائیرشو.

غونډه د قرانکریم د مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د تضمین کیفیت او اعتبار لوړونې یوولس مادیز سیمینار د مسلکی پراختیا آمریت له خوا د رهبرۍ پلاوي او استادانو په ګدون جوړ شو.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیرعبدالرشید اقبال د استادانو حضور ته ښه راغلاست ووایه او د یاد سیمینار جوړول یې د همدې پوهنتون د تضمین  کیفیت لپاره اړین وګڼل او له استادانو څخه یې په دغه سیمینار کې د ګډون له امله مننه وکړه.

ورپسې ښاغلي پوهاند محمد انور سراج د پوهنتون د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو کمیټې په استازیتوب د تضیمن کیفیت سند ترلاسه کول د کابل پولي تخنیک پوهنتون لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله او همدارنګه یې د تضیمن کیفیت د معیارونو ساتل او په لنډمهاله او اوږدمهاله پلانونو د تطبیق تینګار وکړ.  همدارنګه د استادانو لپاره د تضیمن کیفیت د پلانونو او پروګرامونو د تطبیق په اړه په تفصیل سره هر اړخیز توضیحات ورکړل.

 

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۲:۲۳
Background image

په کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د «علمي لیکنې او په معتبرو نړیوالو علمي ژورنالونو کې د مقالو د خپرولو مهارتونو» درې ورځنی علمي سیمینار په حضوري او آنلاین بڼه پیل شو

د استادانو د علمي او څېړنیزو ظرفیتونو د لوړولو په موخه د «علمي لیکنې او په معتبرو نړیوالو علمي ژورنالونو کې د مقالو د خپرولو مهارتونو» تر عنوان لاندې درې ورځنی علمي سیمینار په حضوري او. . .

BACK TO NEWS

User account menu