په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د سطحی اوبو د زیرمه کولو لپاره کانال جوړ شو

kpu_admin
جمعه ۱۴۰۱/۱/۱۲ - ۲۱:۲۸
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د سطحی اوبو د زیرمه کولو لپاره کانال جوړ شو

دا چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون ځینې برخې د غره په لمن او لوړه کې قرار لري، نو ډیری وخت د باران او واوري پرمهال به له نوموړي غره څخه اضافي اوبه د نوموړي پوهنتون په مختلفو برخو راتلې او د پوهنتون له عمومی دروازي سره به تیرېدې، چې پوهنتون ته د راتلونکو استادانو، کارمندانو، محصلانو او عامو خلکو په وړاندي به يې زیاتې ستونزې جوړولې.

ایجاد آب رو برای ذخیره آب های سطحی در پوهنتون پولی تخنیک کابل

د کابل پولي تخنیک پوهنتون لپاره د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي او مالي او اداري مرستیال ښاغلي انجنیر زیارمل خطاب په خاصه پاملرنه او د حفظ او مراقبت آمریت په نه ستړیکیدونکو هلو ځلو د ځانګړي پلان له مخې د نوموړو اوبو لپاره کانال جوړشو، ترڅو له یادو اوبو څخه د ونو او سر سبزي په اوبه کولو کې ګټه واخیستل شي.

ایجاد آب رو برای ذخیره آب های سطحی در پوهنتون پولی تخنیک کابل

پاته دي نه وي کومي اوبه چې د پوهنتون له عمومي دروازې سره داټولیدی او د تگ او راتګ په وخت کې یې ستونزې جوړولې، مسیر يې بدل او له نوموړي کانال سره وصل شوې

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۰
Background image

د " جیوفزیک اکتشافي " تر سرلیک لاندې درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو او نفت او ګاز انجنیري څانګې استاد پوهاند عبدالرشید اقبال له خوا لیکل شوی درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

دا اثر د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۴۳
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۴۱
Background image

BACK TO NEWS

User account menu