د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د ماسټرۍ برنامو دوهم پړاو ازموینه د ازموينو عمومي ادارې له لوري واخيستل شوه

kpu_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۹:۱۰
د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د ماسټرۍ برنامو دوهم پړاو ازموینه د ازموينو عمومي ادارې له لوري واخيستل شوه

د کابل پولي‌ تخنيک پوهنتون د ماسټرۍ برنامو ازموینه د ازموينو عمومي ادارې له لوري په بشپړ شفاف، منظم او د ازموينو د اصولو او کړنلارو په مراعتولو سره واخيستل شوه.

په دې پړاو کې د برېښنا انجينرۍ، د نفت او ګاز د کيمياوي صنايعو انجينرۍ، د هايدروليکي جوړښتونو انجينرۍ، د اوبو د سرچينو هر اړخيز مديريت، ترانسپورټېشن انجينرۍ، د ودانيو ساختماني انجينرۍ او د ساختماني مديريت انجينرۍ د څانګو له نوماندانو څخه ازموينه واخيستل شوه.

د ازموينې د بهير پر مهال د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د رهبرۍ پلاوي او د ازموينو عمومي ادارې مسئولينو د ازموينې له جريان څخه ليدنه وکړه. دوی ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې ازموينه د ازموينو عمومي ادارې د نافذه اصولو او کړنلارو سره سم، په بشپړ شفافيت، عدالت او منظم ډول ترسره کېږي، او د ازموينې د روڼتيا او اعتبار د خونديتوب لپاره ټول اړين تدبيرونه نيول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې په دغه ازموينه کې تقريبا تر (950) تنو ګډونوالو اشتراک کړی وو.

۱۴۰۵ د اسد ٢

۱۴۴۸ د صفرالمظفر ٩

۲۰۲۶ د جولای ٢٤

User account menu