کابل پولي تخنیک پوهنتون ته د نویو شامل شویو محصلینو لپاره د ښه راغلاست غونډه تر سره شوه.

kpu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۲:۴۶
کابل پولي تخنیک پوهنتون ته د نویو شامل شویو محصلینو لپاره د ښه راغلاست غونډه تر سره شوه.

په یاده غونډه کې د لوړو زده‌کړو وزارت د مالي او اداري چارو معین الحافظ محمد حامد حسیب، پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو، محصلینو او مېلمنو ګډون کړی و.

په پیل کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس مولوي محمد موسی فاروق نویو محصلینو ته د دې نوي علمي سفر د پیل مبارکي وویل.

نوموړي پوهنتون ته د محصلینو راتګ د دوی په علمي او مسلکي ژوند کې یوه مهمه او برخلیک ټاکونکې مرحله وبلله او ټولو ته یې د بریالیتوب هیله وکړه.

ښاغلي فاروق ټینګار وکړ چې په کانکور کې بریا او پوهنتون ته لاره موندل د محصلینو د علمي سفر پیل دی او د زده‌ کړې هدف باید یوازې د سند اخیستل ونه اوسي بلکې د مسلمه امت او ټولنې د صادقانه خدمت وسیله وګرځي.

د پوهنتون رئیس زیاته کړه چې محصلین باید خپل نیت د الله تعالی د رضا لپاره خاص کړي، پر خپلو کړنو او سلوک باندې نظارت ولري، خپل نیک او اسلامي اخلاق وساتي او په ټولو برخو کې د ټولنیزو اصولو او آدابو رعایت وکړي تر څو د دنیا او آخرت کامیابي ترلاسه کړي.

ښاغلي فاروق له ټولو محصلانو وغوښتل چې خپله صورت او سیرت د اسلامي شریعت او نبوي سنت سره سم برابر کړي او د پوهنتون له اصولو او مقرراتو سره پابند پاتې شي.

ورپسې د لوړو زده‌کړو وزارت مالي او اداري معین الحافظ محمد حامد حسیب د علم د ارزښت او په اسلامي کې د هغه د مقام په اړه تفصیلي خبرې وکړې.

نوموړي وویل چې وزارت هڅې کوي ترڅو په پوهنتونونو کې د لوړ کیفیت لرونکو زده‌ کړو لپاره ټول لازم امکانات برابر کړي، چې دا امکانات لیلیې، د اعاشې بدیل، لابراتوارونه، کتابتونونه او نور اړین خدمات په خپل ځان کې رانغاړي.

نوموړي د تحصیلي بهیر پر مهال د استقامت او هڅو اهمیت ته اشاره وکړه او له محصلینو یې وغوښتل چې له ستونزو او ننګونو سره مخامخ کیدو په صورت کې هېڅکله نا امیده نه شي، بلکې په قوي اراده او لوړ همت سره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

ښاغلي حسیب د اسلامي ارزښتونو پر اهمیت ټینګار وکړ او له محصلانو یې وغوښتل چې له سیاسي فعالیتونو، ډلو ټپلو او د دښمن د ناسمو تبلیغاتو څخه ځانونه وساتي، ځکه چې دا ډول مداخلې د دوی د تمرکز او اصلي تحصیلي اهدافو د انحراف سبب ګرځي او د محصل سفر ته لوی زیان اړولی شي.

په پای کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال حافظ انجنیر عنایت ‌الله رحیمی د پوهنتون معرفت، لید، رسالت، اهدافو، امکاناتو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه یو هر اړخیز او تفصیلي پرزنټېشن وړاندې کړ.

غونډه محصلینو ته د ډالیو په ویش او دعایې په ویلو پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۰
Background image

کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د اورلګېدنې د مخنیوي روزنیز سیمینار ترسره شو

۱۲ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ هـ.ق // د ۱۴۰۵ هـ.ش د ثور  ۹ مه

د اورلګېدنې د مخنیوي او د اور مهارولو په موخه جوړ سیمینار د کورنیو چارو وزارت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او اطفائیې عمومي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو اووه ویشتم دور علمي–میتودیکي کنفرانس پیل شو

۳ د ثور ۱۴۰۵ هـ ش، چې د ۱۴۴۷ هـ ق د ذوالقعدې ۶

د یاد کنفرانس د پرانیستې مراسمو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري، استادانو او کارکوونکو پراخ ګډون وکړ.

د علمي چارو مرستیال دوکتور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۹:۵۸
Background image

کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون کې د اسلامي بانکدارۍ د عامه پوهاوي سيمينار د افغانستان اسلامي بانک له لوري ترسره شو

د کابل پولي ‌تخنيک پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال انجنير مفتاح‌ الدين عزام د سیمینار په پیل کې له محصلانو وغوښتل چې د خپلو مسلکي درسونو تر څنګ دې د اسلام ټولنيز، سياسي، اقتصادي او. . .

BACK TO NEWS

User account menu