د برېښنا او مقناطیس فزیک په نوم درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

kpu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۱۰:۲
د برېښنا او مقناطیس فزیک په نوم درسي کتاب د چاپ په ګاڼه سمبال شو.

د " بریښنا او مقناطیس فزیک" تر عنوان لاندې علمي کتاب ، چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د الکترو میخانیک پوهنځي د فزیک څانګې استاد محمد ضیأ زاهدی له‌ خوا لیکل شوی، د یاد پوهنتون  په عمومي چاپخونه کې چاپ شوی دی.

دا علمي اثر په ۱۲ فصلونو او ۳۳۱ مخونو کې ترتیب شوی او د فزیک څانګې محصلانو لپاره د یو معتبر تحصیلي ماخذ په توګه چمتو شوی دی.

د کتاب محتوا کې مهم مفاهیم شامل دي لکه بریښنایې او مقناطیسي ساحې، د فزیک قوانین، برقي مدارونه، څپې او نور بنسټیز او عملي موضوعات، چې د ساده علمي ژبې، تطبیقي بیلګو او تمرینونو په مرسته د فزیکي مفاهیمو درک محصلانو ته اسانه کوي.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه دا علمي لاسته راوړنه استاد زاهدی ته مبارکي وايي او د زده ‌کړیزو منابعو د بډایه کولو په برخه کې د نوموړي له هڅو مننه کوي.

د یادونې وړ ده چې دا علمي اثر د کابل پولی تخنیک پوهنتون د نشراتو آمریت په مطبعه کې چاپ شوی او د پوهنتون په عمومي کتابتون کې د استادانو، محصلانو او علاقمندانو لپاره د لاسرسي وړ دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ملک لویو هیلو ته د رسېدو او خپل رسالت ته په کتو د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې یو لوی او مهم ګام واخیست!.

د لوړو زده کړو وزارت د عالي شوری د پرېکړې په اساس په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې لاندې پوهنځۍ او د ماسټري برنامې ایجاد او منظورې شوې

نوې ایجاد شوې پوهنځي

۱- د هوا فضاء او پرمختللو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۲ - ۹:۱۳
Background image

د افغانستان لپاره د ترکیې جمهوریت سفیر د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون له رهبرۍ سره وکتل

په کابل کې د ترکیې جمهوریت سفیر ښاغلي سادین آییلدیز په کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د یاد پوهنتون له رهبرۍ او یو شمېر استادانو سره وکتل او د مهمو علمي، تحصیلي او څېړنیزو همکاریو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون کې د روغتیا ساتنې، لومړنیو مرستو او ساري ناروغیو د مخنیوي په اړه د پوهاوي سمینار جوړ شو

د روغتیايې په برخه کې د پوهاوي  لوړولو او د روغتیايې اصولو د رعایت د فرهنګ د پیاوړتیا په موخه د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د روغتیا ساتنې او ساري ناروغیو د مخنیوي په اړه د پوهاوي سمینار. . .

BACK TO NEWS

User account menu