په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې محصلينو ته د ( اسلامي سبک او روانې آرامتیا ) تر عنوان لاندې دوه ورځنی سیمینار تر سره شو.

kpu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۳۲
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې محصلينو ته د ( اسلامي سبک او روانې آرامتیا ) تر عنوان لاندې دوه ورځنی سیمینار تر سره شو.

په دغه سیمینار کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون روان شناس او کلينيکي کارپوه ډاکتر محمد ذبیح قاضي‌ زاده د رواني روغتیا بنسټیز مفاهیم په علمي او هر اړخیز ډول تشریح کړل. نوموړي د نن ورځې د ځوانانو رواني ستونزو،  فشار، اندېښنو او ذهني تشويشونو عواملو ته له مډرن ارواپوهنې او اسلامي ارزښتونو څخه په الهام سره کتنه وکړه.

ډاکتر قاضي‌ زاده همداراز د اسلامي ژوند طرز څخه اخیستل شوې اغېزمنې لارې چارې وړاندې کړې، چې د داخلي سکون، عاطفي ثبات او رواني تعادل د ترلاسه کولو عملي لارې یې محصلینو ته وښودې.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت د دغه سیمینار د ترسره کولو هدف د محصلینو رواني او معنوي پوهاوی لوړول، د دوی ذهني روغتیا ښه کول او د اسلامي ژوند سبک د ځوانانو تر منځ ترویج یاد کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې ياد سیمینار دوه ورځې دوام وکړ او  په بریالي توګه پای ته ورسېد.

User account menu