د کابل پولي تخنیک پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي محمد یاسین حقاني د دې پوهنتون د لیلیې امریت څخه لیدنه وکړه

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۴ - ۱۲:۷
photo

دا چې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له خوا په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د ولایتوني پوهنتونونو د محصلینو لپاره اصلاحي او عقیدتي درسونه پیل شوي، چې د خوراک، څښاک، هستوګنې او اړوند نور ټول خدمات یې د کابل پولي تخنیک پوهنتون په غاړه لري.
په همدې اساس د کابل پولي تخنیک پوهنتون مالي او اداري مرستیال ښاغلي مولوي محمد یاسین حقاني د لیلیې آمریت له ټولو برخو څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي حقاني د خوراکي توکو کیفیت، پخلنځي، د اوسیدلو ځای له نږدې ولید او په دې برخه کې یې د محصلینو نظرونه وواریدل او اړوند مسؤلینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.
د یادونې وړ ده چې د یاد محصلین له زابل، غزني، بامیان، میدان وردګ ، کندهار او دایکندي ولایتونو څخه دعوت شوي، چې یاد درسونه به ۱۵ ورځې دوام وکړي.

Photo
Photo

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱
Background image

د لوړو وزده کړو وزارت د محصلانو چارو معین په مشرۍ پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د محصلانو چارو معین مولوي عبدالله سیحان په مشرۍ یاد پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي ټولګیو څخه په لیدنه کې، د روزنیزو برنامو د پرمخ وړلو څرنګوالی، استادانو له لوري د تدریس لارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۵۰
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار، چې د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له. . .

BACK TO NEWS

User account menu