په کابل پولي تخنیک پوهنتون کی د دوامدار پراختیایې اهدافو په اړه سیمه ایز د اولمپیاد سیالیو پرانیست غونده ترسره شو

kpu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۲ - ۱۳:۵
په کابل پولي تخنیک پوهنتون کی د دوامدار پراختیایې اهدافو په اړه سیمه ایز د اولمپیاد سیالیو پرانیست غونده ترسره شو

غونډه د قرانکریم د مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه.

لومړی د کابل پولی تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلی پوهنوال دیپلوم انجينر عبدالرشید اقبال د لوړو زده کړو وزارت علمی معین ښاغلي ډوکتور لطف الله خیرخواه او د انرژۍ او اوبو وزارت د اوبو د کنترول معین انجنیر مجیب الرحمن عمر څخه په دې غونډه کې د ګډون له امله مننه وکړه.

افتتاح المپیاد منطقه ای اهداف توسعه پایدار در پوهنتون پولی تخنیک کابل

ښاغلی اقبال د یاد المپیاد ترسره کول د نویو استعدادونو د ودې او په علمي او اکاډمیکو مرکزونو کې د کدرونو د جلب او جذب لپاره یو ښه فرصت یاد کړ  او د منځنۍ اسیا د پوهنتونونو ترمنځ یې د المپیاډ ترسره کول د سیمې لپاره ګټور وبلل.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت  علمي  معین دوکتور لطف الله خیرخواه د دغه پوهنتون او د منځنۍ اسیا د نورو پوهنتونونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت، د علمی سیالیو د ترسره کولو او په سیمه او نړۍ کې د اوبو د سرچینو د اهمیت په اړه خبرې وکړې .نوموړی تولوهغه علمي کادرونو او محصلینو ته چې په دي سیالیو کی برخه اخلی د بریا هیله وښوده.

افتتاح المپیاد منطقه ای اهداف توسعه پایدار در پوهنتون پولی تخنیک کابل

ورپسې د انرژی او اوبو وزارت د اوبو د کنترول معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر د سیمي په کچه د داسي سیالیو پر لاره اچولو له امله د قزاق جرمن پوهنتون څخه مننه و ګړه. نوموړي د کابل پولي تخنیک پوهنتون دغه کار ستاینه وکړه چی، په ملي سطحه د داسي پروګرامونو کوربتوب کوي، ښاغلي عمر زیاته ګړه چې د اوبو او انرژي وزارت به په دې برخه کي هیڅ ډول همکاري و نه دریغوي.

افتتاح المپیاد منطقه ای اهداف توسعه پایدار در پوهنتون پولی تخنیک کابل

د غوندې په پای کی په آنلاین ډول د مختلفو هیوادونو څخه د ګدونوالونظرونه واوریدل شول.

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کی د دوامدار پراختیایې اهدافو په اړه سیمه ایز د اولمپیاد سیالیو پرانیست غونده ترسره شو

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۴۳
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۴۱
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۳۹
Background image

BACK TO NEWS

User account menu