د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې له اړونده سکتورونو څخه د نظر اخیستني درسی، علمي، څیړنیز، استراتیژیک او پر مختیایی پلانونو غونډه جوړ شو.

kpu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۱۲:۵۵
غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال د دولتي او خصوصي سکتور د استازو او استادانو د شتون هرکلی وکړ او د پوهنتون د تعلیمي نصاب د بشپړولو په برخه کې یې د وزارتونو او سکتوري ادارو د نظریاتو وړاندې کول اړین وګڼل او د سکتوري دفترونو څخه یې د عملي او دوامداره اړیکو او همکارۍ بلنه ورکړه. ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون علمي معاون ښاغلي حافظ انجینر روح الله روحاني د کابل پوهنتون د علمي او څېړنيز نصاب د ښه والي په

 

غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو

لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال د دولتي او خصوصي سکتور د استازو او استادانو د شتون هرکلی وکړ او د پوهنتون د تعلیمي نصاب د بشپړولو په برخه کې یې د وزارتونو او سکتوري ادارو د نظریاتو وړاندې کول اړین وګڼل او د سکتوري دفترونو څخه یې د عملي او دوامداره اړیکو او همکارۍ بلنه ورکړه.
ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون علمي معاون ښاغلي حافظ انجینر روح الله روحاني د کابل پوهنتون د علمي او څېړنيز نصاب د ښه والي په موخه د صنعتي سکتورونو او علمي څانګو د نظرونو د ترلاسه کولو په اړه نوموړي د انجنیرانو د روزنې او د پوهنتون د علمي، اکاډمیکو او تخنیکي څانګو په اړه خبرې وکړې او له دغه پوهنتون سره یې د سکتوري وزارتونو د ملاتړ او همکارۍ غوښتنه وکړه.
همدارنګه د ترانسپورت ودانیو د انجینرۍ پوهنځي رئیس ښاغلي پوهاند محمد نذیر نجابي د سیمینار له اجنډا سره سم د تبصرې فورمې معرفي کړې. او په فورمو کې د سکټوري څانګو د نظرونو د شاملولو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
په نننۍ غونډه کې د دغه پوهنتون د علمي مرستیال محترم حافظ انجنیر روح الله روحاني لخوا د سیمینار پایلې مثبتې و ارزول شوې. او ژمنه یې وکړه چې د استادانو او څیړونکو ټول نظریات، وړاندیزونه به په علمي او تدریسي برخو کې کارول کیږي او هم یې د سیمینار له ګډونوالو او اړوندو مسوولینو څخه مننه وکړه.
غونډه د دعایی په ویلو سره پاي ته ورسید.

 
د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې له اړونده سکتورونو څخه د نظر اخیستني درسی، علمي، څیړنیز، استراتیژیک او پر مختیایی پلانونو غونډه جوړ شو.د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې له اړونده سکتورونو څخه د نظر اخیستني درسی، علمي، څیړنیز، استراتیژیک او پر مختیایی پلانونو غونډه جوړ شو.د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې له اړونده سکتورونو څخه د نظر اخیستني درسی، علمي، څیړنیز، استراتیژیک او پر مختیایی پلانونو غونډه جوړ شو.د کابل پولي تخنیک پوهنتون کې له اړونده سکتورونو څخه د نظر اخیستني درسی، علمي، څیړنیز، استراتیژیک او پر مختیایی پلانونو غونډه جوړ شو.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۹:۴۰
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

یاد سیمینار چې د اداري کارمندانو د ظرفیت لوړوني په موخه د لوړو زده کړو وزارت او کابل پولي تخنیک پوهنتون په ګډو هڅو جوړ شوی دی

 د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کارکوونکو چارو آمر مولوي رشید. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۳:۳۵
Background image

د جوزجان، غزني تخنيکي او کابل پولي تخنيک پوهنتونونو د خالي کادري بستونه ازموینه واخيستل سوه

د جوزجان، غزني تخنيکي او کابل پولي تخنيک پوهنتونونو د خالي کادري بستونه لپاره د وړ او مسلکي کادرونو د ګمارنې په موخه ازموینه واخيستل سوه

دغه ازموينه د کابل پولي‌تخنيک پوهنتون د رهبرۍ،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۳:۲۵
Background image

د کابل پولي‌تخنيک پوهنتون کې د مطالعې د ارزښت او اغېزو په اړه سيمينار ترسره شو

یاد سیمینار چې هدف یې د محصلینو فکري ځواک پیاوړي کول، په څېړنه کې د مطالعې رول، د معلومات زیاتونه او په علمي بهیر کې د مطالعې ژور اغېز پېژندنه وه،  د پوهنتون د رهبرۍ پلاوي، کارمندانو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu