د کابل پولي تخنیک پوهنتون په مالي او اداري معاونیت کې اداري غونډه ترسره شوه

kpu_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۷ - ۱۰:۲۷
photo

غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتو په تلاوت سره پیل شوه.
غونډه د کابل پولي تخنيک پوهنتون د مالي او اداري معاون ښاغلي مولوی محمد یاسین حقاني په مشرۍ جوړه شوه .
په دې غونډه کې د اداري معاونیت اړوند آمرینو ګډون درلود.
ښاغلي حقانی په خپلو پیلیزو خبرو کې زیاته کړه ټول مسولین باید ورسپارل شوي مسولیتونه په پوره صداقت، مینه او ورورولۍ ترسره کړي، نوموړي وویل هماهنګي، د یو بل احترام او سلسله مراتب د دندو کامیابي تضمینوي.
همدا رنګه په دې غونډه کې چې د ادارو د کاري بهیر د ښه والي په موخه جوړه شوې وه، د ورځنیو چارو د لا ښه تطبیق په موخه د اړوند آمریتونو د آمرینو نظرونه او وړاندیزونه پکې مطرح او وړاندې شول. په اخیر کې د مالي او اداري ښاغلي مولوی محمد یاسین حقاني ټولو آمرینو ته د کارونو د لا ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

Photo
Photo

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱
Background image

د لوړو وزده کړو وزارت د محصلانو چارو معین په مشرۍ پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د محصلانو چارو معین مولوي عبدالله سیحان په مشرۍ یاد پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي ټولګیو څخه په لیدنه کې، د روزنیزو برنامو د پرمخ وړلو څرنګوالی، استادانو له لوري د تدریس لارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۵۰
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار، چې د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له. . .

BACK TO NEWS

User account menu