د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبرۍ شورا غونډه تر سره شوه.

kpu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۸:۵۲
د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبرۍ شورا غونډه تر سره شوه.

غونډه د قرانکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

لومړی د کابل پولی تخنیک پوهنتون د عمومي ریاست  سرپرست رئیس ښاغلي  انجنیر سردار ولي صالحي  پېلیزه وینا او د رهبري شورا د غړو هرکلی وکړ.

ښاغلي صالحي زیاته کړه، چې ورځنۍ چارې باید په بهترینه توګه ترسره شي او د هر ډول ځنډ یا تأخیر مخه ونیول شي.

د غونډې د آجنډ سره سم په د پخوانیو فیصلو په اړه راپور اوریدل، د محصلینو لپاره د لیلیې ظرفیت جوړونې، د پوهنتون مرکزي کمیټو د کارونو ارزیابي او د پوهنتون د کیفیت لوړولو په اړه د خپل ارزیابي راپور وړاندې کولو په اړه بحث او تبادل نظر وشو او په دې برخو کې اړینې پرېکړې وشوې.

د غونډې په جریان کې د رهبري شورا غړو خپل وړاندیزونه او نظرونه د چارو د ښه کولو لپاره وړاندې کړل، چې اړه یې ښاغلي صالحي اړینې لارښوونې او مشورې ورکړې.

غونډه د دعايې په ویلو سره پاي ته ورسید.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱
Background image

د لوړو وزده کړو وزارت د محصلانو چارو معین په مشرۍ پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي بهیر څخه لیدنه او څارنه وکړه

د محصلانو چارو معین مولوي عبدالله سیحان په مشرۍ یاد پلاوي د کابل پولي تخنیک پوهنتون له درسي ټولګیو څخه په لیدنه کې، د روزنیزو برنامو د پرمخ وړلو څرنګوالی، استادانو له لوري د تدریس لارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۵۰
Background image

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د "پلان جوړونه او اداري مراسلات" تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز سیمینار، چې د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له. . .

BACK TO NEWS

User account menu