د کابل پولي تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي د جیولوجي او کانونو اکتشاف څانګې د ماسټری پروګرام د تیزسونو دفاع نهم پړاو ترسره شو

kpu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۷ - ۱۲:۲۰
photo

مراسم د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي رئیس ښاغلي پوهاند عبدالشکور داور ټولو ته ښه د راغلاست وینا ترڅنګ، د دغه پوهنځي د ماسټرۍ د نهمې دورې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندی کړل، نوموړي فارغ شویو انجنیرانو ته یې د فراغت مبارکي وویله او تر څنګ یې ورته د بریالیتوب هیله وکړه.
د یادونې وړ ده چې په دې دوره کې ۱۸ تنو فارغانو د خپلو پروژو څخه دفاع وکړه او د کمیسیون له ارزونې وروسته ورته د ماسټر لقب ورکړل شو.

Photo
Photo

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۹:۱۷
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون او د معیار او کیفیت ادارې ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه ‌لیک لاسلیک شو

کابل پولي تخنیک پوهنتون او د معیار او کیفیت ادارې ترمنځ د علمي، څېړنیزو او مسلکي همکاریو د پراختیا په موخه د هوکړه‌لیک د لاسلیک رسمي غونډه ترسره شوه.

غونډه د کابل پولي تخنیک پوهنتون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۰:۳۲
Background image

کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون ته د نویو بریالیو محصلانو د هرکلي او د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی فرمانونو ازموینې د پایلو د اعلان غونډه ترسره شوه

په همدې مناسبت جوړې شوې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر، د چارو ادارې عمومي رئیس، د وزارت مرکزي ریاستونو او مرکزي پوهنتونونو یو شمېر رئیسانو، د کابل پولي تخنیک پوهنتتون رهبري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ملک لویو هیلو ته د رسېدو او خپل رسالت ته په کتو د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې یو لوی او مهم ګام واخیست!.

د لوړو زده کړو وزارت د عالي شوری د پرېکړې په اساس په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې لاندې پوهنځۍ او د ماسټري برنامې ایجاد او منظورې شوې

نوې ایجاد شوې پوهنځي

۱- د هوا فضاء او پرمختللو. . .

BACK TO NEWS

User account menu