په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د ۱۴۰۱ کال د امتحاناتو ملي ادارې له خوا د کانکور عمومي ازموینه واخیستل شوه.

kpu_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۵ - ۱۲:۴۳

غونډه د قران کریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت رهبري هئیت، د امتحاناتو ملي ادارې غړو، د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري هئیت او استادانو هم حضور درلود.

لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون رئیس محترم دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال  د ښه راغلاست تر څنګ په دغه ازموینه کې ټولو نوماندانو ته د شفافیت ډاډ ورکړ.

نوموړي د امتحاناتو ملي اداري او د وزارت رهبري هئیت سره په دغه ازموینه کې د هر راز همکاري ژمنه وکړه او ورسره څنګ کې یې په ازموینه کې ټولو نوماندانو ته د بریالیتوب هیله وکړه.

همدا راز د امتحاناتو ملي ادارې غړي پوهاند عبدالاحد مسلم په خپلو خبرو کې د کابل پولي تخنيک پوهنتون  رهبري څخه د دوی د هر اړخیزې همکاري له امله مننه وکړه.

ښاغلي مسلم د کانکور ازموينې د اخيستلو د طرزالعمل په اړه هر اړخيز معلومات استادانو او د غونډې ګډونوالو ته وړاندې کړل.

دیادولو وړ ده چې سږ کال په کانکور ازموینه کې د کاندیدانو د جذب شمیر د تیر کال په پرتله دوه برابره  ډیر دی.

په اخیر کې ازموینه د دعایې په ویلو سره پیل شوه.

 

د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۱۷
Background image

سیمینار یک‌ روزه آموزشی تشریح پلان پنج ساله استراتیژیک در پوهنتون پولی‌ تخنیک کابل برگزار گردید

این سیمینار که به‌ منظور چگونگی تطبیق پلان استراتیژیک پنج‌ ساله و ترتیب پلان ‌های کاری بخش ‌ها مطابق اهداف، اولویت ‌ها و رهنمود های تعیین ‌شده برگزار گردید در آن کارمندان بخش های اداری. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۹
Background image

فراهم‌ سازی فرصت‌ های نوین آموزشی برای جامعهٔ علمی پوهنتون پولی‌ تخنیک کابل

پوهنتون پولی تخنیک کابل، در راستای ارتقای ظرفیت علمی، مسلکی و توسعهٔ مهارت های تخصصی محصلان، استادان و کارمندان خویش، با شماری از مراکز آموزشی تفاهم نامه‌ های همکاری به امضا رسانیده است. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱
Background image

سیمینار یک روزه آگاهی دهی در مورد مراقبت و استفادهٔ مناسب از تجهیزات تکنالوژی معلوماتی در پوهنتون پولی‌ تخنیک کابل برگزار گردید

این سیمینار که به منظور مراقبت و استفاده مناسب از تجهیزات تکنالوژی معلوماتی برگزار گردید در آن منسوبین پوهنتون پولی تخنیک کابل اشتراک نموده بودند.

در آغاز سیمینار محترم انجنیر رحمن. . .

BACK TO NEWS

User account menu