د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اسلامي ثقافت استادانو او د پوهنتون د انځورګرۍ دلي محصلینو ته د ستاینې غونډه جوړه شوه.

kpu_admin
Sat, Oct 15 2022 11:26 AM
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د اسلامي ثقافت استادانو او د پوهنتون د انځورګرۍ دلي محصلینو ته د ستاینې غونډه جوړه شوه.
غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال ټولوته د ښه  راغلاست ترڅنګ د اسلامي ثقافت د څانګې له استادانو څخه، چې د درسي ساعتونو له زياتوالي سره سره يې په نه ستړي کېدونکي ډول خپلې دندې  تر سره کړي مننه و ګړه.

همدارنګه ښاغلي اقبال د انځورګرۍ د ګروپ له هغو محصلینو هم ځانګړې مننه و کړه چي د درسې بهیر څخه یې ویډویې راپورونه جوړ کړي او نشر ته سپارلي دي.

ورپسې مالي او اداري معاون ښاغلي انجنیرسید مصباح الدین هاشمي له ټولو استادانو په ځانګړې توګه د اسلامي ثقافت له استادانو چې د دغه پوهنتون د محصلینو د معنوي زده کړو په برخه کې یې هڅې کړې مننه وکړه.

همدا راز د اسلامي ثقافت  څانګې د استادانو په استازيتوب ښاغلي پوهندوی عبدالحليم حکيمي د پوهنتون له مشرتابه هيئت څخه مننه وکړه او په دې برخه کې يې د لازیات خدمت کولو ژمنه وکړه.

د  غونډي په پاي کې د پوهنتون د رهبرۍ له خوا د اسلامي ثقافت د څانګې استادانو او د پوهنتون د انځورګرۍ ګروپ محصلینو ته ستاینلیکونه ورکړل شول.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

محفل تقدیر از استادان دیپارتمنت ثقافت اسلامی و گروه تصویر پرداز دانش در پوهنتون پولی تخنیک کابل محفل تقدیر از استادان دیپارتمنت ثقافت اسلامی و گروه تصویر پرداز دانش در پوهنتون پولی تخنیک کابل محفل تقدیر از استادان دیپارتمنت ثقافت اسلامی و گروه تصویر پرداز دانش در پوهنتون پولی تخنیک کابل محفل تقدیر از استادان دیپارتمنت ثقافت اسلامی و گروه تصویر پرداز دانش در پوهنتون پولی تخنیک کابل

 

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS