د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلینو د خدمتونو له آمریت سره د محصلینو د اړیکو د برابرولو په موخه غونډه تر سره شوه.

kpu_admin
Wed, Sep 21 2022 2:18 PM
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلینو د خدمتونو له آمریت سره د محصلینو د اړیکو د برابرولو په موخه غونډه تر سره شوه.

غونده د قران کریم مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلینو د خدمتونو آمر ښاغلي سید عین الله هاشمي  محصلینوته د ښه راغلاست تر څنګ د هېواد په پرمختګ کې د علومو د زده کړې پر اهمیت خبري وکړي، محصلین یې د علم حاصلولو ته وهڅول او په دې برخه کې یې الهی  ایتونو او نبوي احادیثو په رڼا کې د علم پر اهمیت هر اړخیز بحث وکړ.

محفل تامین ارتباط محصلان با آمریت خدمات محصلان پوهنتون پولی تخنیک کابل  برگزار شد.

همدارنګه د اسلامي نړۍ د هغو پخوانیو علماوو په اړه چې مسلمانانو لپاره یې ډېر خدمتونه کړي  او د هغوی د علمي کشفیاتو او لاسته راوړنو په اړه چې د اسلامي نړۍ د پرمختګ لامل شوي دي په تفصیل سره خبرې وکړې.

محفل تامین ارتباط محصلان با آمریت خدمات محصلان پوهنتون پولی تخنیک کابل  برگزار شد

ښاغلي هاشمي د خبرو په لړ کې د یاد آمریت د وړتیاوو او فعالیتونو او په اکاډمیک چاپېریال کې د محصلینو د مسوولیتونو په اړه خبرې وکړې. د محصلینو پوښتنو ته ځواب وویل او له محصلینو سره یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

یاده دې وي چې د غونډې په جریان کې محصلینو هم په خپل وار سره د غونډې له ګډونوالو او مسؤلینو سره خپلې غوښتنې او نظرونه شریک کړل.

محفل تامین ارتباط محصلان با آمریت خدمات محصلان پوهنتون پولی تخنیک کابل  برگزار شد

 

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS