د کابل پولي تخنیک پوهنتون د فوټسال سیالیو پای لوبه ترسره شوه

kpu_admin
Thu, Jun 09 2022 1:43 PM
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د فوټسال سیالیو پای لوبه ترسره شوه

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د فوټسال ټیمونو ترمنځ د فوټسال سیالۍ چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، د جیولوجي او کانونو پوهنځي د فوټسال ټیم په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې

په یادو سیالیو کې د ترانسپورتي ودانیو پوهنځي دویم او د کمیاوي صنایو انجنیری پوهنځي دریم مقام خپل کړ

د لوبې له پای ته رسېدو وروسته د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیر عبدالرشید اقبال میلمنو او ورزشکارانو ته ښه راغلاست ووایه او د جیولوجي او کانونو پوهنځي د فوټسال ټیم ته یې په سیالیو کې د اتلولۍ له امله مبارکي وویله او ټولو ورزشکارانو ته یې د بریالیتوب هیله وکړه

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د سپورت عمومي مدیر سید انورشاه سعادت د دې سیالیو ګټونکې لوبډلې ته د مبارکي ترڅنګ د دغه ډول سیالیو او ورزشي پروګرامونو ترسره کول یې د کابل پولي تخنیک پوهنتون لپاره لویه لاسته راوړنه وبلله او په راتلونکي کې یې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه

همدارنګه يو تن ورزشکار هم په خپلو خبرو کې د دغو سياليو په ترسره کيدو خوښي څرګنده کړه

د یادونې وړ ده چې د سیالیو غوره ګول ساتونکی زبید الله د شپې پوهنځی څخه، غوره ګول وهونکی عبدالله د جیولوجي او کانونو پوهنځی څخه او دسیالیو غوره لوبغاړی محمد حسین د ترانسپورتي او ساختماني پوهنځی څخه ونومول شول

دغه مراسم د کابل پولي تخنیک پوهنتون د رهبرۍ له خوا د جیولوجي او کانونو پوهنځي د فوتسال ټیم ته د اتلولۍ جام په ورکولو او ورزشکارانو ته د ډالیو په ویشلو سره پای ته ورسیدل

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS