د هیواد په سطحه د انجنیري او تکنالوژي لومړني نړیوال ژورنال د فعالیت پرانیست غونډه ترسره شوه.

kpu_admin
Thu, Jun 02 2022 1:05 PM
د هیواد په سطحه د انجنیري او تکنالوژي لومړني نړیوال ژورنال د فعالیت پرانیست غونډه ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په یاده غونډه کې چې، د کابل پولي تخنیک پوهنتون د انجنیري او ټکنالوژي د لومړي نړیوال ژورنال ته د اعتبارنامې ورکولو په موخه جوړه شوې وه د لوړو زده کړو وزارت د رهبري هئیت، د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه، د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او استادانو ګډون درلود.

محفل افتتاح فعالیت اولین ژورنال بین المللی انجنیری و تکنالوژی درسطح کشور برگزارشد.

لومړی د کابل پولي تخنیک  پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیرعبدالرشید اقبال د پیل وینا وکړه او د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه پلاوي راتګ ته د هرکلي ترڅنګ يې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د نړیوال ژورنال د جوړیدو او په نړیواله درجه بندۍ کې د دغه پوهنتون د شامیلیدو له امله خوښي څرګنده کړه.

محفل افتتاح فعالیت اولین ژورنال بین المللی انجنیری و تکنالوژی درسطح کشور برگزارشد.

ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د نړیوال ژورنال مدیرمسئول ډاکټر احمد جواد نیازي په بېلابېلو علمي برخو کې د علم او ​​څېړنو پر ارزښت خبرې وکړې او د نړیوال ژورنال د جوړولو د څرنګوالي، او د ژورنال د نورو ځانګړتیاوو په اړه يې معلومات وړاندي کړل.

محفل افتتاح فعالیت اولین ژورنال بین المللی انجنیری و تکنالوژی درسطح کشور برگزارشد.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ښاغلي دوکتور لطف الله خيرخواه په ټولنه کې د تحقیق او ​​څيړنو مقام مهم او ارزښتناک وباله او د ملي او نړیوالو ژورنالونو د ودې او پراختیا په برخه کې یې له دولتې او خصوصي پوهنتونونو سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

نوموړي د یاد نړیوال ژورنال جوړیدل نه یوازي د کابل پولي تخنیک پوهنتون بلکې د ټول هیواد په سطحه یوه لویه لاسته راوړنه وبلله.

محفل افتتاح فعالیت اولین ژورنال بین المللی انجنیری و تکنالوژی درسطح کشور برگزارشد.

همدا راز د دغه پوهنتون مالي او اداري سرپرست مرستیال ښاغلي سید مصباح الدین هاشمي د نړیوال ژورنال د جوړیدو په برخه کې د ټولو مسئولینو د کړنو ستاینه وکړه.

محفل افتتاح فعالیت اولین ژورنال بین المللی انجنیری و تکنالوژی درسطح کشور برگزارشد.

یاد غونډه د دغه پوهنتون لپاره د لوړو زده کړو وزارت له خوا د نړیوال ژورنال د اعتبارنامې په ورکولو سره پاي ته ورسیده.

محفل افتتاح فعالیت اولین ژورنال بین المللی انجنیری و تکنالوژی درسطح کشور برگزارشد.محفل افتتاح فعالیت اولین ژورنال بین المللی انجنیری و تکنالوژی درسطح کشور برگزارشد.

 

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS