د الکترو میخانیک پوهنځي د استادانو او کارمندانو د یو کلنې راپور ورکولو غونډه ترسره شوه

kpu_admin
Mon, May 30 2022 3:18 PM
د الکترو میخانیک پوهنځي د استادانو او کارمندانو د یو کلنې راپور ورکولو غونډه ترسره شوه

غونډه د قرانکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

یاده غونډه د الکترومیخانیک پوهنځي د یو کلنو فعالیتونو د راپور ورکولو په موخه جوړه شوې وه.

په یاده غونډه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیرعبدالرشید اقبال، د کابل پولي تخنیک پوهنتون لپاره د مالي او اداري سرپرست مرستیال ښاغلي انجنیر سید مصباح الدین هاشمي، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، کارمندانو ګډون درلود.

مجلس گزارش دهی استادان و کارمندان پوهنځی الکترومیخانیک برگزارشد

لومړي د دغه پوهنتون د الکترومیخانیک پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنمل محمد امین امین ګدونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د غونډې اجندا په اړه معلومات وړاندې کړل.

نوموړی د یادې پوهنځي د تاسیس کال، د پوهنځي پر اهمیت، د پوهنځي پرڅانګو، موجوده تشکیل، علمی پروګرامونو، کاري لاسته راوړنو او ورسره څنګ کې یې د دې پوهنځي پر وړاندې پرشته خنډونو بشپړ معلومات وړاندي کړل.

مجلس گزارش دهی استادان و کارمندان پوهنځی الکترومیخانیک برگزارشد

ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیرعبدالرشید اقبال د یادې پوهنځي د یو کلنو فعالیتونو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه او د لا ښه کار کولو لپاره یې د موجوده وسایلو او تجهیزاتو څخه په ښه ډول کارولو ټینګار وکړ.

مجلس گزارش دهی استادان و کارمندان پوهنځی الکترومیخانیک برگزارشد

همدارنګه د کابل پولي تخنیک پوهنتون لپاره د مالي او اداري سرپرست مرستیال ښاغلي انجنیر سید مصباح الدین هاشمي د اوسنیو شرایطو سره سم د الکترو میخانیک پوهنځي د علمي او اداري کادرنو د فعالیتونو او هڅو په ښه ډول ارزونه وکړه او د شته ستونزو او ننګونو په حل کې يې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.

مجلس گزارش دهی استادان و کارمندان پوهنځی الکترومیخانیک برگزارشد

مجلس با صحبت های محترم قاضی محمد انس مجاهد آمر منابع بشری پوهنتون پولی تخنیک کابل و دعای خیرخاتمه یافت.

مجلس گزارش دهی استادان و کارمندان پوهنځی الکترومیخانیک برگزارشد

 

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS

User account menu