د کابل پولي تخنیک پوهنتون مالي او اداري سرپرست مرستیال معرفي شو.
غوند قرانکریم د مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په یاده غونډه کې د پوهنتون رهبري هئیت یو شمېر استادانو او کارمندانو ګډون کړی و.
لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیرعبدالرشید اقبال عزل او تقرر په اداراتو کې یو اداري او اساسي اصل وبلی او دایې د اداري پرمختګ راز او حقیقت یاد کړ.
نوموړي د مخکني مالی او اداري مرستیال انجنیر زیارمل خطاب د کړونو او خدمتونو ستاینه وکړه او ورسره څنګ کې يې د نوي سرپرست مالی او اداري مرستیال انجنیر مصباح الدین هاشمی تاګنه پولي تخنیک پوهنتون ته یو ښه انتخاب یاد ګړ او نوموړي ته یې د مبارکي ترڅنګ په دندو کې د بریالیتوب هیله وګړه.
ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون نوي مالي او اداري سرپرست مرستیال ښاغلي مصباح الدین هاشمي د مشرانو څخه په دغه بست کې د ګومارلو او په نوموړي د اعتماد له امله مننه وکړه.
ښاغلي هاشمي ژمنه وکړه، چې خپله دنده به په پوره صداقت او مخلصانه توګه پرمخ وړي او د پوهنتون له ټولو مسوولینو څخه یې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
غونډه د دعائیه په لوستلو سره پای ته ورسیده.