د عامه پوهاوي په موخه په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې دیني، اخلاقي او اسلامي بنرونه چاپ او نصب شول.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د رهبري مقام په خاصه پاملرنه، د اړیکو او عامه پوهاوي (نشراتو) آمریت د کاري پلان له مخې د یاد پوهنتون په مختلفو برخو لکه: تدریسي بلاکونو، دهلیزونو، لابراتوارخونو او اداري بلاکونو کې نوموړي بنرونه نصب شول.
یاد بنرونه چې دیني، اخلاقي او فرهنګي شعارونه پکې ځای پرځای شوي ؤ، د دیني، اخلاقي او فرهنګي ارزښتونو د ودې او پاللو په موخه جوړ شوي دي.