د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ساختماني پوهنځي د صنعتي او مدني ودانیو څانګې د ماسټرۍ پروګرام اتمه دفاعیه غونډه تر سره  شوه.

kpu_admin
Fri, Mar 18 2022 10:54 PM
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ساختماني پوهنځي د صنعتي او مدني ودانیو څانګې د ماسټرۍ پروګرام اتمه دفاعیه غونډه تر سره  شوه.

غونډه د قران کریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

یاده غونډه کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون لپاره د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي مالي او اداري مرستیال ښاغلي انجنیر زیارمل خطاب، د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي انجنیر سید اسماعیل روحاني، د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیرعبدالرشید اقبال، د کابل پولي تخنیک پوهنتون علمی مرستیال ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیرمحمد نسیم نسیمي، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او محصلانو ګدون درلود.

لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون لپاره د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي مالي او اداري مرستیال ښاغلي انجنیر زیارمل خطاب د لوړو زده کړو وزارت هئیت او ورسره پلاوي ته د ښه لاغلاست ترڅنګ د ساختماني پوهنځي د صنعتي او مدني ودانیو د ماسټرۍ پروګرام اتمه فراغت دوره یې مبارکې وویل او د هغوی فراغت  او د تخصص څخه ګټه اخیستنه د هیواد په پرمختګ کې آغیزمنه او ګټوره وبلل شوه او هیله یې وکړه چې فارغ شوي انجنیران  په خپل تخصص کې هیواد ته خدمت وکړي.

ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي پوهنوال دیپلوم انجنیرعبدالرشید اقبال د لوړو زده کړو وزارت محترم پلاوي او حاضرینو ته ښه راغلاست ووایه. او د ماسټرۍ تر کچې پورې د دغه پوهنتون د علمي پروګرامونو او د ټولنې د اړتیا وړ علمي برخو د رامنځته کولو او پراختیا په اړه یې خبرې وکړې. او د پورتني برخه څخه فارغان د خپل وطن خدمت ته وهڅول شول.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي انجنیر سید اسماعیل روحاني له يادې شوې څانګې څخه فارغ محصلينو ته د فراغت مبارکي وویل او له دولتي تعلیمي موسسو سره د خصوصي تعلیمي موسسو د کیفیت او ظرفیت د توپیر په تړاو، د ماسټرۍ او دوکتورا د ګډ پروګرام د جوړولو په موخه د نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو د ټینګښت په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت د رهبري پلاوي هڅې په اړه خبرې وکړې او د دا ډول پروګرامونو په جوړولو په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د همکاري او ملاتړ ژمنه وکړه.

همدار زار د دغه پوهنتون د ساختماني پوهنځي د صنعتي او مدنی  ودانیو څانګې د اتم دوريې د فراغت پروګرام محصلینو د چمتو شوي سلایډ له لارې له خپلو چمتو شویو تیزیسونه څخه دفاع وکړل.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS