په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې د لوړو زدکړو وزارت د لوایحو توضیح او د کارمندانو د ظرفیت لوړولو اونیزه غونډه تر سره شوه

غونده د قرانکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
یاده غونده چې، د اسلام له نظره د ډیموکراسي تر عنوان لاندې دایره شوي وه، د کابل پولي تخنیک پوهنتون آمرینو، اداري کارمندانو اوکارکونکو ګدون درلود.
ورپسې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د بشري سرچینو آمر ښاغلي قاضي محمد انس مجاهد ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ دیادې موضوع اړوند په مفصل ډول خبرې وکړې.

ښاغلي مجاهد همدارنګه په غربي هیوادونو کې د ډیموکراسۍ اصول د قران کریم د آیتونو پر بنسټ رد او نیمګړي وبلل.
د دين ازادي، شخصي ازادي، د زده کړو او کار ازادي، د اسلامي نظام او دیموکراسي ترمنځ توپيریې د اسلام د مبين دين له نظره په تفصيل سره بيان کړ.

پاته دي نه وي چې یاده غونډه د ګډونوالو پوښتنو ته په ځوابونو او خبرو اترو سره پای ته ورسیده.