د لوړو زده کړو وزارت د کدري طبي پوهنتونونو لپاره د اکمال تخصص بستونو د آزموینې پروسه ترسره کړه

kpu_admin
Sun, Dec 05 2021 9:59 PM
د لوړو زده کړو وزارت د کدري طبي پوهنتونونو لپاره د اکمال تخصص بستونو د آزموینې پروسه ترسره کړه

مراسم د قرآنکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول.

دغه مراسم د ابوعلي سینا او ننګرهارپوهنتونونو د تخصصي بستونو د بشپړولو لپاره د ازموینوپه اخیستلو سره پیل شول، د لوړو زده کړو وزارت مرستیال ښاغلی محمد اسماعیل روحاني ، د لوړو زده کړو وزارت ویاند ښاغلی مولوی خالقداد تقي ،  د ملي ازموینو د ادارې مشر ښاغلی پوهاند عبدالقدیرخموش، د پولي تخنیک پوهنتون لپاره د لوړو زده کړو وزارت ځانګړی استازی ښاغلی انجینر زیارمل خطاب، د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس ښاغلی پوهنوال عبدالرشید اقبال، علمي مرستیال ښاغلی پوهنوال محمد نسیم نسیمي، مالي او اداري مرستیال ښاغلي محمد انور نوري، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو او کارکوونکو ګډون درلود.

د غونډې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي ښاغلي انجینرزیارمل خطاب ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ يې د آزاد او خپلواک افغانستان په هکله خوښي څرګنده کړه او ټولو ګډونوالو ته یې د بریالیتوب هیله وکړه.

ورپسې ښاغلي پوهاند عبدالقدیرخموش د ملي ازموینو د ادارې مشر ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د نوموړې پروسې په اړه معلومات ورکړل چې له 2896  ګډونوالو څخه 637 ښځينه او ۲۲۵۹ يې نارينه دي، له دې جملې څخه يوازې ۸۵ تنه چې ۵۵ تنه به يې د ابو علي سينا ​​پوهنتون او ۳۵ تنه به يې د ننګرهار پوهنتون ته جذب شي.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت مرستیال ښاغلي محمد اسماعیل روحاني د لوړو زده کړو وزارت په استازیتوب د افغانستان د آزادۍ د مبارکۍ ترڅنګ د لوړو زده کړو وزارت د پروګرامونو او پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او د دغه ډول پروګرامونو له پیاوړتیا او تجهیز څخه یې خپل ملاتړ څرګند کړ. نورو طبي څانګو او د دغه ډول پروګرامونو پر روڼتیا یې ټینګار وکړ او ګډونوالو ته یې د بریالیتوب هیله وښوده. 

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS