د کابل پولي تخنیک پوهنتون محصلینو لپاره څلور ورځنی دیني او اصلاحي سیمینار پیل شو

kpu_admin
Mon, May 18 2026 8:28 AM
د کابل پولي تخنیک پوهنتون محصلینو لپاره څلور ورځنی دیني او اصلاحي سیمینار پیل شو

۳۰  ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ مطابق ۲۷ ثور ۱۴۰۵

د یاد سیمینار د پرانیستې په غونډه کې د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، کارمندانو او محصلینو ګډون کړی و.

د سیمینار په لومړۍ برخه کې د عمر بن الخطاب رضی الله عنه جامعې د حدیثو استاد ښاغلي شیخ محمد سرور محمدي د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د سنتو د پیروۍ، له پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره د محبت او اطاعت د اهمیت، د فرد او ټولنې په اصلاح کې د سنتو د رول او په دنیا او آخرت کې د بریا پر ارزښت هر اړخیز او مفصل معلومات وړاندې کړل. نوموړي همداراز په ورځني ژوند کې د نبوي سنتو پر عملي کولو، د یووالي د پیاوړتیا، نېکو اخلاقو او د ځوانانو د سالمې روزنې په برخه کې د هغو پر اغېز ټینګار وکړ.

د سیمینار په دویمه برخه کې د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي استاد ښاغلي شیخ عبدالحکیم قاسمي د وخت د ارزښت، له وخت څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې، د ژوند د فرصتونو په وړاندې د ځوانانو د مسئولیت او د وخت د ضایع کولو د زیانونو په اړه مفصلې او ارزښتناکې خبرې وکړې. نوموړي څرګنده کړه چې له وخت څخه سمه استفاده د علمي، دیني او ټولنیز بریالیتوب له مهمو لاملونو څخه ده او ځوانان باید له تعلیمي او علمي فرصتونو څخه سالمه او اغېزمنه ګټه پورته کړي.

د یادونې وړ ده چې دغه سیمینار د کابل پولي تخنیک پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري جوړ شوی او ټاکل شوې، چې د څلورو ورځو په جریان کې به د هېواد د جیدو علماوو او شیوخو له خوا محصلینو ته بېلابېل دیني، اخلاقي او اصلاحي موضوعات وړاندې شي.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS

User account menu