کابل پولي تخنيک پوهنتون کې د انساني قاچاق د مخنیوي په اړه د عالیقدر اميرالمؤمنين (حفظه ‌الله تعالی) فرمان د تشریح سيمينار وړاندې شو

kpu_admin
Tue, Apr 14 2026 3:07 PM
کابل پولي تخنيک پوهنتون کې د انساني قاچاق د مخنیوي په اړه د عالیقدر اميرالمؤمنين (حفظه ‌الله تعالی) فرمان د تشریح سيمينار وړاندې شو

۲۶ شوال المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق

۱۴۰۵ هـ.ش کال د حمل له ۲۴

دغه علمي سيمينار چې د کابل پولي تخنيک پوهنتون د محصلانو چارو معاونین او د دعوت او ارشاد آمریت له خوا ترتیب شوی و، ګڼ شمېر مسؤلینو، استادانو او محصلينو په ګډون کړی و.

اسلامي ثقافت د ډيپارتمنت استاد پوهنیار عبدالله عثماني د يو علمي او تحليلي پریزینټیشن له لاري د انسان قاچاق پديده د اسلامي شريعت له نظره وڅېړله، نوموړي د انسان قاچاق شرعي حکم تحليل کړ او د فقهي اصولو او قواعدو په رڼا کې يې د دې پديدې ماهيت د اسلامي شريعت په چوکاټ کې وارزاوه.

همدارنګه ښاغلي عثماني د اسلامي  نظام مسؤليتونه او مکلفيتونه د انساني قاچاق پر وړاندې روښانه کړل او د دې ناوړه پديدې د مخنيوي او مقابلې لپاره يې د اميرالمؤمنين (حفظه‌ الله تعالی) د فرمان ډیر مهم او ارزښتمند یاد کړ او په دې برخه کې یې د یاد فرمان هر اړخیزه تشریح د سیمینار ګډونوالو ته وړاندې کړه.

د سيمينار په وروستۍ برخه کې د کابل پولي تخنيک پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال انجنیر مفتاح‌ الدين عزام د وخت د ارزښت او اهميت په اړه مفصله وينا وکړه او محصلين يې وهڅول چې د پرديو کلتورونو له تقليد څخه ډډه وکړي او خپل سيرت او صورت د نبوي سنتو او شرعي احکامو سره سم برابر کړي. نوموړي محصلين راوبلل چې د ا.ا.ا له لوري صادر شوي فرامين او ابلاغيې مراعات او پيروي وکړي او په ګډه توګه د ناوړو پدیدو د مخنیوي په برخه کې مبارزه وکړي.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS

User account menu