له کابل پولي تخنیک پوهنتون څخه په ۱۴۰۴هـ.ش کال کې د لېسانس او ماسټري په کچه څه باندې ۱۰۰۰ کسه انجنیران فارغ شول

kpu_admin
Wed, Jan 14 2026 9:55 AM
محفلی که به مناسبت فراغت محصلان

په کابل پولي تخنیک پوهنتون کې په همدې مناسبت جوړې شوې فراغتغونډه کې د لوړو زده کړو او عدلیې محترمو وزیر صاحبانو، د مرکزي پوهنتونونو رئیسانو، د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه پلاوي، استادانو، فارغو محصلانو، د هغوی د کورنۍ غړو او سلګونه مېلمنو ګډون کړی و.

په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د ا.ا.ا د کابینې لوړپوړو غړو، د لوړو زده کړو وزارت د رهبرۍ، د پوهنتون مشرتابه، استادانو، محصلانو، د محصلانو د کورنیو غړو او نورو مېلمنو ګډون کړی و.

په پیل کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي رئیس مولوي محمد موسی فاروق ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د هېواد په اوسني امن او باثباته فضا کې د داسي مسلکي انجنیرانو فراغت د الله تعالی ستر نعمت وباله او ټینګار یې وکړ چې د دې نعمت شکر ادا کول پر ټولو لازم دي. نوموړي د محصلانو فراغت هغوی او د هغوی کورنیو ته مبارک وباله او ورته یې د بریالیتوب هیله وکړه.

په یاده فراغتغونډه کې د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب فارغو شویو محصلینو ته وویل چې د فراغت سند تاسو ته د یوه عادي کاغذ په حیث نه درکول کېږي، بلکې دا یو ستر امانت دی چې تاسو تر دې وروسته د خپل نظام، ټولنې او کورنۍ پر وړاندې ستر مسؤلیتونه لرئ.

محترم شیخ صاحب محصلینو ته وویل چې له خپلې څانګې سره سم کار وکړي او کوم محصلین چې امکانات لري، په فوق لېسانس برنامو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې مو ډېرې د فوق لېسانس برنامې ایجاد کړي او دغه لړۍ دوام لري. 

دغه راز د لوړو زده کړو محترم وزیر وویل چې زموږ هڅه دا ده او د پوهنتونونو مسؤلینو ته مو سپارښتنه کړې، چې پوهنتونونه له نظري حالت څخه راوباسي، محصلینو ته په لابراتوارونو او عملي ساحو کې د عملي زده کړو زمینه برابره کړي.

همدارنګه د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي فارغو شویو انجنیرانو ته وویل چې تاسو د دې ملک سرمایه یاست، په ملک کې د هر ډول خدمت زمینه درته برابره ده او دا ټولنه، کورنۍ او نظام پر تاسو د خدمت حق لري.

د عدلیې محترم وزیر صاحب فارغو شویو انجنیرانو ته وویل چې په ښه نیت، اخلاص او شفاف ډول د خپل مسلک له لارې په امانتدارۍ خدمت وکړي.

د یادونې وړ ده چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون ۸ پوهنځیو له لېسانس برنامو څخه ۷۵۷ او ماسټري برنامو څخه ۲۵۱ تنه انجنیران فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

نېټه: شنبه

۱۴۴۷هـ.ق، د رجب المرجب ۲۰مه

۱۴۰۴هـ.ش، د جدي ۲۰مه

۲۰۲۶م، د جنوري ۱۰مه

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS

User account menu