د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ساختماني پوهنځي ۵۳ تنه محصلین د تاریخي آبداتو د ساتنې او څارنې په برخه کې د عملي زده کړو لپاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته معرفي شول.
د عملي زده کړو د پیاوړتیا او د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه، د کابل پولیتخنیک پوهنتون د ساختماني پوهنځي د ښار جوړولو څانګې ۵۳ تنه محصلین د پوهنیار محمد یاسر صدیقي تر لارښوونې لاندې د عملي او نظري کارونو لپاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته ور وپېژندل شول.
په دې روزنیز پروګرام کې به محصلین په بېلابېلو برخو لکه ښاري ترمیم، طرحه، بیا رغونه او د کلتوري او تاریخي پروژو د ساتنې په برخو کې عملي زده کړې ترلاسه کړي. ښاري ترمیم هغه بهیر ته ویل کېږي چې موخه یې د ښارونو زړې او تاریخي سیمې رغول، د عامه فضاوو بیا جوړونه، د لرغونو سیمو فزیکي جوړښت ساتنه، او د سیمو د اوسېدونکو د ژوند کیفیت لوړول دي. دا ډول زده کړې نه یواځې د محصلینو عملي تجربه غښتلې کوي، بلکې د هېواد د کلتوري میراثونو په ساتنه کې هم مهم رول لوبوي.
د دې علمي سفر هدف دا دی چې محصلینو ته د واقعي کاري چاپېریال تجربه، له ساختماني پروژو سره آشنایي، او د عملي مهارتونو زده کړه د نظري پوهې ترڅنګ برابره شي. دا مهم ګام کولای شي د ځوان نسل د کار بازار ته د چمتو کولو په برخه کې ارزښتناک رول ولوبوي.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون مشرتابه د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه د دې همکارۍ مننه کوي او ټینګار کوي چې د علمي بنسټونو او دولتي او خصوصي سکتورونو ترمنځ همغږي به د هېواد د ځوانانو علمي، فني او مسلکي وده تضمین کړي.
د یادونې وړ ده چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د انسجام او خدماتو آمریت د محصلانو د عملي کارونو او پرکټیک د فرصتونو په برابرولو کې په وزارتونو او سکتوري ادارو کې مهم رول لوبوي.
