د کابل پولي تخنیک پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي کې د "څیړنیزې علمي مقالې جوړښت او اساسي برخې" تر سرلیک لاندې سیمینار ترسره شوه.

د کمپیوټر ساینس پوهنځي د څېړنو کمیټې د علمي سیمینارونو په لړ کې د دې کمیټې د مسؤل پوهنیار مجتبی سلطاني په هڅو او همغږۍ سره "د څیړنیزې علمي مقالې جوړښت او اساسي برخې" تر عنوان لاندې یو علمي – روزنیز سیمینار د یادې پوهنځي استادانو لپاره وړاندې شو.
سیمینار چې د استادانو په پراخ ګډون ترسره شو، موخه یې د علمي مقالو د اصولي جوړښت په اړه د پوهې لوړول او د علمي څېړنو د پیل او پرمخ بیولو له څرنګوالي سره بلدتیا وه.
سیمینار د پوهنیار احمد جامع کوهستاني له خوا چې د کمپیوټر ساینس پوهنځي له تجربه لرونکو استادانو څخه دي د ځانګړې پرزنټېشن له لارې وړاندې شو.
نوموړي د علمي مقالې مهمې برخې لکه سرلیک، لنډیز (چکیده)، سریزه، میتودولوژي، موندنې، مناقشه، پایله او وړاندیزونه، په تحلیلي او علمي ډول مفصل تشریح کړل.
سیمینار د ګډونوالو پوښتنو ته د ځوابونو او دعائې په ویلو سره پای ته ورسید.