د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون ۱۷۰ تنه محصلان د رواني صحت له زده ‌کړیز کورس څخه فارغ شول.

kpu_admin
Sat, Jun 28 2025 8:39 AM
د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون ۱۷۰ تنه محصلان د رواني صحت له زده ‌کړیز کورس څخه فارغ شول.

د محصلانو د رواني پوهاوي او ذهني ظرفیت لوړولو په موخه، یو میاشتنی زده‌ کړیز پروګرام د «رواني صحت» تر عنوان لاندې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري ترسره شو.

د مراسمو په پیل کې د علمي چارو مرستیال دوکتور ضیاءالرحمن مشک عالم‌ زوی ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له دغه ابتکاري پروګرام څخه د قدردانۍ څرګندونه وکړه. نوموړي د دې ډول غیرنصابي پروګرامونو اهمیت ته په اشارې سره وویل چې دا ډول فعالیتونه د اکادمیکو زده‌ کړو ترڅنګ د محصل شخصیتي، علمي او رواني پیاوړتیا لپاره ډېر ارزښت لري. هغه وویل : محصلان وهڅول چې له موجودو تحصیلي فرصتونو څخه اعظمي ګټه واخلي او خپل وخت د علمي څېړنو لپاره وکاروي.

ورپسې د محصلانو چارو مرستیال حافظ انجنیر عنایت ‌الله رحیمي هم هر اړخیزه وینا وکړه. نوموړي د صحت او روان‌ پوهنې پر مفاهیمو رڼا واچوله او د هېواد د علمي او ټکنالوژیک پرمختګ لپاره یې د دې برخې ارزښت ډېر مهم وباله. نوموړي ټینګار وکړ چې تحصیل باید یوازې د رزق لپاره نه وي بلکې د ټولنې او اسلامي امت د خدمت په نیت ترسره شي.

همداراز، د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمر سید عین ‌الله هاشمي د رواني سلامتیا پر ارزښت خبرې وکړې او محصلان یې مثبت فکر، منظم تحصیل او د ټولنې او کورنۍ د هيلو د پوره کولو لپاره هڅو ته وهڅول.

مراسم د محصلانو د سرتیفیکېټونو په وېش او دعایې په ویلوسره پای ته ورسېدل.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS