د کابل پولي تخنیک پوهنتون د علم او تکنالوژي مجلې د ۵۲م جلد څلورمه ګڼه په انلاین بڼه خپره شوه.

د علم او تکنالوژۍ مجلې آمریت چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې د معاونیت تر چتر لاندې فعالیت کوي، په درنښت سره ټولو استادانو، څېړونکو، محصلانو او د علم او تکنالوژۍ مینه والو ته خبر ورکوي چې د علم او تکنالوژۍ مجلې د ۵۲م جلد څلورمه ګڼه ترتیب او د انټرنیټ پر لیکه خپره شوه.
یاده ګڼه اوس آنلاین بڼه کې ترلاسه کېدای شي او د ټولو علاقمندانو لپاره د لاسرسي وړ ده.
په دې ګڼه کې علمي ـ څېړنېزې او تطبیقي څېړنې شاملې دي، چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د استادانو، څېړونکو، ماستري دورې محصلانو او همداراز د هېواد د نورو علمي پوهنتونونو د څېړونکو له خوا لیکل شوې دي.
د مقالو موضوعات د علمي او تخنیکي برخو په مختلفو ساحو کې لیکل شوي، چې کولای شي د راتلونکو علمي څېړنو لپاره یو مهم مآخذ وګرځي.
علاقه مندان کولای شي د لاندې لینک له لارې د دې مجلې ډیجیټل نسخه تر لاسه کړي:
https://tinyurl.com/1403V52issues4
کابل پولي تخنیک پوهنتون د دې مجلې په خپرولو سره د څېړنیز فرهنګ د پیاوړتیا، تخصصي پوهې د خپرولو او په هېواد کې د علمي سرچینو د پراختیا په لور مهم او ثابت ګامونه اخلي.