د لابراتوارونو آمریت د اته ګونو پوهنځیو تکنیشن کارانو او لابرانتانو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه.

kpu_admin
Sat, Apr 12 2025 9:31 AM
د لابراتوارونو آمریت د اته ګونو پوهنځیو تکنیشن کارانو او لابرانتانو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه

د کابل پولي تخنیک پوهنتون د لابراتوارونو آمریت د اته ګونو پوهنځیو د لابرانټانو او تکنیشن کارانو په شتون کې سره غونډه جوړه کړه چې هدف یې د لابرانټانو او تکنیشن کارانو لخوا د ربعوار راپورونو وړاندې کول، د استادانو د کورس پالیسیو سره سم د لابراتواري ازموینو وختونو تنظیمول، د محصلینو د ترسره شویو ازموینو د ثبت لپاره د کتابچې تیاری او همدارنګه د لابرانټانو او تکنیشن کارانو د کاري بهیر ښه کول و

لومړی ښاغلي انجنیر ذبیح الله اسماعیل خیل د لابراتوارونو آمر د حاضرو کسانو هرکلی وکړ او د اجندا مطابق په مختلفو موضوعاتو تفصیل سره خبرې وکړې

غونډې ته دوام ورکولو سره لابرانټانو او تکنیشنکارانو د ۱۴۰۳ کال د فعالیتونو او ازموینو په اړه راپورونه وړاندې کړل

په دې ناسته کې د لابرانټانو او استادانو ترمنځ د همغږۍ زیاتولو، د درسي او علمي پروګرامونو سره د ازموینو تطبیق، او د محصلینو د ازموینو د دقیق ثبت لپاره نوې سیسټمونه جوړولو په اړه هم خبرې وشوې

همدا راز د ۱۴۰۳ کال د سمسترونو د لابراتواري ازموینو راپورونه او د لابرانټانو او تخنیکینانو لپاره د روزنیزو پروګرامونو راپورونه انجنیر سمیع الله رسولی د لابراتوارونو تخنیکي تکنیشن لخوا وړاندې شول

د یادونې وړ ده چې د دې غونډې اصلي هدف د لابرانټانو او تکنیشکارانو  د کاري کیفیت لوړول او د لابراتوارونو د فعالیتونو ښه کول و ترڅو محصلینو ته غوره او اغیزمن خدمات وړاندې شي

غونډه د دعایې په ویلو پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS

User account menu