د کابل پولي تخنیک پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه.

kpu_admin
Thu, Mar 20 2025 9:02 AM
د کابل پولي تخنیک پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه ترسره شوه.

دا غونډه چې د کابل پولی تخنیک پوهنتون د سرپرست رئیس ښاغلي  انجنیر سردار ولي صالحی په مشرۍ جوړه شوې وه، پکې د پوهنتون رهبري هیئت، د پوهنځیو رئیسانو او د علمي شورا غړو ګډون درلود.

په پیل کې ښاغلي  انجنیر سردار ولي صالحي ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست وینا ترڅنګ د اجندا مطابق د مختلفو علمي او اکادمیکو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

نوموړي له ټولو غړو څخه وغوښتل چې د تدریس د کیفیت د ښه والي، د نویو تحقیقي میتودونو د کارولو، د شته منابعو او وسایلو د مؤثرې استفادې، او د پوهنتون د علمي او اکادمیکې کچې د لوړولو لپاره همغږي او د همکاري هڅې وکړي.

ورپسي د اجندا مطابق د عمومي ریاست، څلورګونو معاونیتونو او اته ګونو پوهنځیو د 1404 تحصیلی کال د کاري، عملیاتی او  تطبیقي پلانونو د نهایی کولو، تقرر، انفکاک، علمي ترفیعاتو او نورو متفرقه موضوعاتو په اړه بحث او نظرونه تبادله شول، چې د پوهنتون د رهبري هیئت له خوا د ارزونې وروسته اړین تصمیمونه ونیول شول.

په پای کې د علمي شورا غړو هر یو خپلې نظریې او وړاندیزونه د علمي او اکادمیک بهیر د ښه والي په موخه بیان کړل، چې رهبري هیئت یې د اورېدو تر څنګ لازمې مشورې او لارښوونې وړاندې کړې.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS

User account menu