د کابل پولي تخنیک پوهنتون نویو ګمارل شویو کارمندانو ته د اداري اسنادو مدیریت او دفترداري په برخه کې پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

kpu_admin
Tue, Feb 04 2025 9:18 AM
د کابل پولي تخنیک پوهنتون نویو ګمارل شویو کارمندانو ته د اداري اسنادو مدیریت او دفترداري په برخه کې پنځه ورځنی ورکشاپ پیل شو.

د ورکشاپ د پرانستې مراسم د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شول.

لومړی د کابل پولي تخنیک پوهنتون د کارکوونکو چارو آمر محترم مولوي رشید احمد حقاني ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د دغه ورکشاپ جوړېدل یې د کاري بهیر د ښه والي او اداري وړتیاوو د لوړولو لپاره مهم ګام وباله.

نوموړي له نویو ګمارل شویو کارکوونکو وغوښتل چې په دې ورکشاپ کې فعاله ونډه واخلي او خپلې زده کړې د کاري بهیر د ښه والي لپاره وکاروي.

وروسته د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ظرفیت لوړولو او اداري پراختیا آمریت استادانو د "اداري اسنادو مدیریت او دفترداري" موضوع باندې کارکوونکو ته علمي او عملي درسونه ورکړل.

دا درسونه د مدیریتي او مسلکي مهارتونو د لوړولو په موخه د دفتردارۍ او اداري اسنادو د مدیریت په بېلابېلو برخو کې وړاندې شول.

د یادونې وړ ده چې دا ورکشاپ به د ۵ ورځو لپاره دوام کوي او نویو ګمارل شویو کارکوونکو ته به پکې هر اړخیزه روزنه ورکول کیږي.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS

User account menu