د " د ودانیو اکوسټیک فزیک" تر عنوان لاندې درسي کتاب د چاپ چارې بشپړ شوې.

kpu_admin
Tue, Jan 28 2025 11:36 AM
د " د ودانیو اکوسټیک فزیک" تر عنوان لاندې درسي کتاب د چاپ چارې بشپړ شوې.

د " د ودانیو اکوستیک فزیک" په نوم درسي کتاب، چې د کابل پولی‌تخنیک پوه+نتون د ساختماني پوهنځي استاد پوهاند راز محمد عزیزی لخوا لیکل شوی، د ودانیو د جوړونې په برخه کې یو ارزښتمن تحصیلي سرچینه ګڼل کېږي. یاد کتاب په ۶ فصلونو او ۳۲۶ مخونو کې لیکل شوی دی.

دا کتاب د ودانیو د انجنیري چارو او د ودانیو د غږ انعکاس اړوند ځانګړتیاوو په برخه کې د محصلینو علمي سطحې لوړولو لپاره لیکل شوی او په خورا لوړ کیفیت د لوړو زده کړو وزارت د نشراتو ریاست مطبعه کې د کابل پولی‌تخنیک پوهنتون د نشراتو آمریت په همغږۍ چاپ شوی.

کتاب د دې هدف لپاره لیکل شوی تر څو محصلین د ودانیو د ډیزاین، جوړونې، څارنې او د غږ انعکاس اړوند ځانګړتیاوو په برخه کې بنسټیز مفاهیم او اصول په ښه توګه زده کړي او استادان ورڅخه محصلینو ته د تدریس په برخه کې ورڅخه استفاده وکړي.

 همدارنګه دا کتاب د محصلینو د تخنیکي او عملي مهارتونه لوړولو په برخه کې یوه غوره سرچینه بلل کیږي.

یاد کتاب د کابل پولي تخنیک پوهنتون عامه کتابتون ته د محصلینو او نورو علاقه‌مندانو د استفادې لپاره وسپارل شو.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS

User account menu