د "د سړکونو هندسي ډیزاین" په نوم درسي کتاب د چاپ چارې بشپړ شوې.

kpu_admin
Mon, Jan 27 2025 11:31 AM
د "د سړکونو هندسي ډیزاین" په نوم درسي کتاب د چاپ چارې بشپړ شوې.

د "د سړکونو هندسي ډیزاین" په نوم درسي کتاب، چې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د لویو لارو جوړونې او ترانسپورټ انجنیرۍ پوهنځي استاد پوهندوی دیپلوم انجنیر خواجه داود کوکبي لخوا لیکل شوی دی، د سړک ډیزاین تحلیل او ارزونې په برخه کې د یوه ارزښتناک درسي منبع په توګه په ۱۲ فصلونو او ۵۱۸ مخونو کې ترتیب شوی دی.

دغه کتاب د سړکونو هندسي ډیزاین په برخه کې د محصلینو علمي سطحې د لوړولو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د نشراتو ریاست په مطبعه کې په لوړ کیفیت چاپ شوی دی. دا کتاب د یوه معتبر علمي منبع په توګه محصلینو سره مرسته کوي ترڅو د سړکونو هندسي ډیزاین اصولو او مفاهیمو په برخه کې ژوره پوهه ترلاسه کړي او خپل مهارتونه په دې برخه کې لا ښه کړي.

یاد کتاب د کابل پولي تخنیک پوهنتون عمومي کتابتون ته د محصلینو او نورو علاقه‌ مندانو د استفادې لپاره وسپارل شو.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS