د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ساختماني انجینري پوهنځي د مهندسي څانګې د محصلینو لخوا د زندان ودانۍ( Top prison) پروژه طرحه شوې.
د زندان لپاره ودانۍ «Top Prison» پروژه په درې برخو کې طرحه او ډیزاین شوې د زندان اداري برخه، د زندان عامه برخه او د زندان ځانګړې برخه، په کې شامل دي.
یاده پروژه د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ساختماني پوهنځي د مهندسي څانګې محصلانو انجنیر سید بصیر، انجنیر سمیع الله او انجنیر محمد جابر لخوا، د دکتور احمد جواد نیازی تر لارښوونې لاندې، د درېو میاشتو په جریان کې طرحه شوې ده.
دا لویه لاسته راوړنه نه یوازې د محصلانو د هڅو او ابتکارونو څرګندونه کوي، بلکې د کابل پولي تخنیک پوهنتون د علمي ظرفیتونو یو څرګند سمبول هم دی.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري د دې پوهنتون د محصلانو لخوا د پروژو ډیزاین او تکمیل یو ستر لاسته راوړنه ګڼي او د هغوی له هڅو او زحمتونو څخه قدر داني کوي.
