د کابل پولي تخنیک پوهنتون د علم او ټکنالوجي مجله د چاپ په ګاڼه سمبال شوه.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د څیړنو او علمي مجلې معاونیت د علم او ټکنالوجي ۵۲ ټوک، ۱ شمېرې مجله چاپ او نشر کړه.
په یاده مجله کې د استادانو، څېړونکو او مسلکي اشخاصو له خوا په بیلابیلو برخو کې علمي او تحقیقي لیکل شوې مقالې چاپ او نشر شوې دي.
یاده مجله د علم او ټکنالوژۍ په مختلفو برخو کې د علمي او تحقیقي سطحې د لوړولو په هدف چاپ شوې او د کابل پولي تخنیک پوهنتون په عمومي کتابتون کې د استادانو، محصلانو او نورو علاقمندانو لپاره د معتبر علمي منبع په توګه ځای پر ځای او د لاسرسي وړ ده.
