د کابل پولي تخنیک پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستیال دکتور وسیق الله عرب زاده مقاله د انګلستان په نړیوال ژورنال ( بریښنایې قدرت ) کې خپره شوه.

بریښنایې قدرت (IET Electric Power Applications) ژورنال چې د نړۍ په سطحه 25 څخه تر 50 فیصده پورې په معتبرو ژورنالونو کې شمېرل کیږي، چې Q2 تخصصي او علمي ژورنال دی چې د بریښنایې سیسټمونو او ټیکنالوژیو په اړه څیړنیزې، پراختیایي او تطبیقي مقالې خپروي.
دا ژورنال هدف لري چې د څیړونکو، انجنیرانو او متخصصانو ترمنځ د معلوماتو او نوښتونو د تبادلې لپاره یو ځای برابر کړي او په بریښنایې قدرت پورې اړوند نور موضوعات لکه د انرژۍ بدلون، د سیسټمونو ساتنه او کنټرول، د نوي کیدونکو انرژیو یو ځای کول، د برېښنا انتقال او وېش او نورې برخې په پام کې نیسي.
ښاغلي دکتور وسیق الله عرب زاده د کابل پولي تخنیک پوهنتون د څیړنو او علمي مجلې مرستیال، خپله مقاله په یاد نړیوال ژورنال کې د تایید او خپره شوه.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري هیئت د ښاغلي دکتور وسیق الله عرب زاده مقالې تایید او خپرونه په دې معتبر نړیوال ژورنال کې یوه لویه لاسته راوړنه ګڼي او ورته د مبارکۍ ترڅنګ په ټولو علمي او مسلکي برخو کې د نورو بریالیتوبونو هیله څرګندوي.