د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ساختماني پوهنځي د صنعتي او مدني ودانیو څانګې شپنۍ دورې ۱۱۵ تنو محصلینو له خپلو دیپلوم پروژو دفاع وکړه.

kpu_admin
Tue, Jan 07 2025 10:08 AM
د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ساختماني پوهنځي د صنعتي او مدني  ودانیو څانګې شپنۍ دورې ۱۱۵ تنو محصلینو له خپلو دیپلوم پروژو دفاع وکړه.

په دې مناسبت جوړو پیلېزو مراسمو کې د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري هیئت، استادان، د سکتوري ادارو استازي، محصلینو او میلمنو حضور درلود.

د دیپلوم پروژو دفاع په لیسانس دوره کې د محصلینو لپاره یو مهم ګام دی، ترڅو خپل علمي او عملي وړتیاوې په یو مسلکي چوکاټ کې وښيي او سند ترلاسه کړي.

له دې امله، د کابل پولي تخنیک پوهنتون ساختماني پوهنځي صنعتي او مدني ودانیو څانګې شپنۍ دورې محصلینو خپلې دیپلوم پروژې په بریالیتوب سره دفاع کړې

 په دې برخه کې د مسلکي او تخصصي انجنیرانو د روزنه او د هغوی فراغت لاسته راوړنه ده.

د یادې پوهنځی څخه فارغ مسلکې انجنیران به د خپلو علمي او عملي مهارتونو په وسیله وکولای شي ترڅو په ساختماني او عمراني پروژو کې مؤثره توګه فعالیت وکړي او د خپلې ټولنې او هېواد په پرمختګ کې رغنده برخه واخلي.

د یادونې وړ ده چې د صنعتي او مدني ودانیو څانګې شپنۍ دورې څخه ۱۱۵ تنو محصلین د ژورې هیئت له ارزیابي او تایید وروسته د لیسانس په کچه بریالي اعلان او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبري د دې پوهنتون له مختلفو پوهنځیو څخه د محصلینو فراغت لویه لاسته راوړنه ګڼې او تر څنګ یې ټولو فارغینو ته د مبارکي مراتب وړاندې کوي.

Latest news

Tue, Feb 13 2024 12:39 PM
Background image

Session of the Commission for the Distribution of Liberation Apartments at Kabul Polytechnic University Held

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
In this session, which was chaired by Mr. Mawlawi Mohammad Yasin Haqani, the Financial and Administrative. . .

Tue, Feb 13 2024 12:29 PM
Background image

Opening of Outcome-Based and Student-Centric Training Workshop Held at Kabul Polytechnic University

The session commenced with the recitation of verses from the Holy Qur'an.
Mr. Mohammad Yunus Wafa, the esteemed Vice Chancellor for Academic Affairs at Kabul Polytechnic University,. . .

BACK TO NEWS

User account menu